ګرانه !
زه اوس په بشپړ ډول دې حقيقت ته ورسيدم چې ما ستا په مقابل کښې ستره ماتې وخوړه تاسې راته لاس يو کړ او زه مو له غره لاندې راگوزار کړم خو خير دا بيا هم د ژوند د برخي يو څانگه گڼم که تاسو راسره هر څومره ژمني وکړى خو زما په مقابل کښې مو عملي نه کړى او په پاى کښې زه ماتي خوړلو ته اړ شوم په ژوند کښې برياليتوب او ماتي خوړل عادى خبره ده خو واقعيت پوهيدونکى انسان هغه دې چې رښتينى واقعيت وپيژني او د برياليتوب په مقابل کښې خپله ماتي ومني که څه هم انسان ډير ځله په خپل جرات ډاډه وي بريالى شوي نه وي خو ماتي نه مني زه په پوره حوصلى ماتي منم او تاته د برياليتوب مبارکى وايم په پاى کې له خپله خدايه بخښنه غواړم چې
لويه خدايه ستره لورينه راباندې وکړه
لويه او مهربانه خدايه !
ته رحمان او رحيم يې الله دې ذاتي نوم دې او نور دې صفتي نومونه دې په دې نومونو کښې دې رحمان او رحيم د مهربانې صفتونه دي د همدغې مهربانې او لوريني له مخې پر مونږ مهربانې او لورينه وکړه او مونږ ته گناهونه وبخښه که زمونږ گناهونه زيات دي خو په مقابل کښې يې ستا رحمتونه زيات دې د خپلورحمتونو په سيوري کښې مو له گناهونو وژغوره تيرو گناهونه ته مو مه گوره په هغه پرده واچوه زما اولاد او عيال ته د حلال رزق وسيله راپه گوته کړه ، او ماته کړي گناهونه وبخښه ، انسان عاجز دى زه هم يو انسان يم او عاجز يم تا په خپله ويلى دې انسان مې کمزورى پيدا کړى زه هم کمزوري يم ،گناهونه به رانه خامخا شوي وي خدايه زما کړى گناهونه وبخښه زه په خپلو کړو گناهونو ښپيمانه يم .
له تا توفيق غواړم چې د نورو گناهونو وس رانه کړى
خدايه ما په خپل گران شکر ويستلى و چې ته يې راته پيرزو لرى خو د خپل گران په مقابل کې مې ماتي وخوړه چې دومره خبره نه ده انسان په ژوند کښې يوه ماتي خوري چې دا به زما د ژوند ستره خاطره وي د بيلگې په توگه د علامه عبدالستار محمدى دا غزل وړاندې کوم.
ښکلې مې دلبر ښکلى مې يار دى الله شکر دى
زړه مې د اشنا د زلفو تار دې الله شکر دى
پريږده چې سوزيږم د اشنا د مخ لمبو کښې زه
زړه کښې مې د ميني سور انگار دې الله شکر دى
مينه ټول ثواب دې که ژړا وي که خندا په کې
سرمې د منصور غوندې په دار دى الله شکر دى
اوس به د اشنا دمخ سهار بيگاه ديدن کړمه
خپل د يار له کوره مې ريبار دى الله شکر دى
څکلې يې شراب زما د مينې په جامونو دى
يار لکه د للمې گل خمار دى الله شکر دى
څومره بلبلان او پتنگان قربان له ياره دى
گرم د اشناد مخ بازار دى الله شکر دى
زه چې عاشقانو کښې باچا لکه مجنون يمه
يار زما په ښکلو کښې سردار دى اشنا شکر دى