دا مو د خاپوړو کلی کور دی
دا مو د نیکو د تورې زور دی
ورک به شي غلیم چې مخ یې توردی
سر به ترې قربان کړم د بدن سره
مینه موږ لرو د خپل وطن سره
لوړ چې په هوا کې یې بازان ګرځي
هلته په ځنګلو کې یې زمریان ګرځي
جوړ په سردرو کې یې توتیان ګرځي
مست یې بلبلان د باغ او بڼ سره
مینه موږ لروله خپل وطن سره
دا وطن خوشحال غوندې بچیان لري
دلته کې نازو انا لمسیان لري
لوی احمد شاه ستر نوم په جهان لري
ساتو به يې شاړې له چمن سره
مینه موږ لرو له خپل وطن سره
وګورئ هرات دی، که لغمان
یا که ننګرهار دی یا جوزجان
پورته قطغن که بدخشان
غرونه یې ښه ښکاري له معدن سره
مینه موږ لرو له خپل وطن سره
وایي هریرود اوبه خوږې لري
سیند د ارغنداب جګې څپې لري
ګوره د کنړ سیند څه نخرې لري
جوړې ترې وبیالې دي له سربند سره
مینه موږ لروله خپل وطن سره
دا وطن زموږه افتخار دی
دې کې موعزمت دنیکه پلاردی
دا د افغاني کولتور یادګاردی
لاس په ګریبان ګرځوله دښمن سره
مینه موږ لرو له خپل وطن سره