د ستړي ژوند کيسه به چا ته وکړم
څوک په دنيا کښې مې غم خوار نشته

ټوله دنيا مې پسې چاڼ چاڼ کړله
په کښې زما د مينې يار نشته

نور اى  زړگيه په چا مه غوليږه 
ټول بې وفا دي وفادار نشته

چې د ظالم غاړه کښې واچول شي
په دې دنياکښې  داسې دار نشته

لکه پردې په کښې گرځيږمه زه
په خپله خاوره مې اختيار نشته

دغه پټگې به زه اوس چا ته  تړم
دلته لايق څوک د دستار نشته

اى "اکراميه" ته لگيا يې چاته
لا ټول اوده دي څوک بېدار نشته