د sapand sapand لخوا خپرې شوې لیکنې


قرباني

په دې برخه کې د فضل قادرانډيوال ادبي ټوټې او شعرونه لوستلی شئ.  

18.11.2007 sapand

دزړه ساتنه

په دې برخه کې د فضل قادرانډيوال ادبي ټوټې لوستلی شئ. گرانه !ته اوس يواځې دخپل پلار نه او ددې ټولنې ځوى يې ،خو پر ټولنې به ځان نه باوري ،ټولنه دکور په څېر ده په کور کښې دمور ،پلار ،خور ،ورور او نورو دزړه ساتنه پر تا فرض ده او زه ددې ټولنې يو فرد يم او ته ددې ټولنې يو فرد يې ،او افراد يو پر بل حق لري ،ته بايد ټولو ته دخپل زړه دروازه پرانسېتې پريږدې ددوى دټولو دزړه ساتنه دنده ده او خپل هغه ټول کارونه بايد دادوى ،دخوښۍ قرباني کړي ،چې تاته افضل او غور ښکاري بله دا ،چې دوخت بچي به له ځان څخ

17.11.2007 sapand

يادوونه

په دې برخه کې د فضل قادرانډيوال ادبي ټوټې لوستلی شئ. گرانه ! زه په دې هکله پوه نه شوم چې ولې مې تاسره مينه پيدا شوه ، تردې دمه د هيچا ژوند پر ما داسې اغيزه نه وه کړې لکه ستا ژوند ؟ اوس مې ټوله سودا ، فکر او سوچ تاسره وي په دې هم نه پوهيږم ، چې سبا به څه پيښ شي زما او ستا اړيکي به همدا سې تل پاتي وي او که نه ، زه غواړم ، چې په دې نږدې وخت کښې ستا په ژوند ځان خبر کړم او د خپل ژوند ټوله کيسه تاته وکړم ، خو په دې هم نه پوهيږم چې ته دومره په خپلو کارونو کښې ډوب يې چې زما خبروته به وخت

17.11.2007 sapand

بېلتون(نجيب عامر)

بيلتون يوه ورځ په لاره تلمهچې مرګى مخې ته راغىها د هاْغه ژوند په څېر وچې دا زه يې تېرومهبې له تا نه اى جانانه

14.11.2007 sapand

خواشينوونكى پسرلى

سپين ږيرى توفول او لور به يې د غلامانو غوندې يو ستونزمن ژوند تېراوه. هغوى د خپل بڼ غلامان وو، چې د ثمر او حاصلاتو مهال دا بڼ بې بركت او شاړ كړى و. دوى هم دوو ونو ته ورته وو چې په دې شاړه ځمكه كې يې ريښې غزولې وې، ګاونډيانو به ويل، د دوى ټوله ځمكه د يوه دسمال په اندازه ده.دوى به ټوله ورځ د ځمكې د چينجيو غوندې د باغچو په منځ كې سره تاوېدل راتاوېدل. دغې ډنګرې او كمزورې نجلۍ به د ورځنۍ مزدورې غوندې خواري كوله.هغې ته يې د بوردا (د لارې د سر ماشوم) لقب وركړى و، ځكه د توفول اكا مېرمنه د داسې ما

14.11.2007 sapand

د کاڼي کرښې

  ښځه او شراب دواړه له سړي احمق جوړوي.چرچل٠  دومره مينه مه کوه چې له وړاندې او وروسته څخه بې خبره شې.هندي کهاوت٠  ژبه توره نه ده، خو قتل خامخا کوي.ډاکټر کلارک٠  ستا په نظر د نه راتلو دا مقصد نه دىچې په نړۍ کې روښنايي نشته.کانن ډايل٠  نيک اولاد هغه سرمايه ده چې تل په کار راځي. ٠  که د زړه سکون غواړې، نو لمونځ کوه.علي رضا ٠  غلام ته د تېروتنې بخښنه وکړه ددې لپاره چې الله(ج) تاته مسلسل بخښنه وکړي.محمود غزن

14.11.2007 sapand

غزل

 غزل

14.11.2007 sapand

سړې سلگۍ

نن مې گرانې اوښکو ته يو وار بيا هرکلى ويلى او ستا له غمه يې د گرېوان لوري ته څڅوم، زه پوهېږم چې ستا په زړه کې ځاى لرم او درته گران يم؛ هغسې لکه چې زما په زړه کې ځاى لرې او راته گرانه يې، خو گرانې ته به هم ښايي زما په څېر وخت ناوخته چې کله ځانته شې، نو د اوښکو هر کلى به کوې او زما په ياد به اوښکې څڅوې، خو گرانې مونږ څه وکړو؟ همدا به د څښتن(ج) پر مونږ پېرزوينه وه او همدا به يې پر مونږ لورېدل، چې وژاړو او د سترگو په وسيله له زړه يو نه زغمېدونکى غم په اوښکو کې گرېوان ته او بيا له گرېوانه ځمکې ته

13.11.2007 sapand

برخې

ته هم ویده شه زیاتهاى دویده بخت سر ته ناست زړګیه!ویده وي مړي د ګوراو مړي نه شي ورکولای چاتهبرخې د ژوند هیڅکله

05.11.2007 sapand

د خپلواكۍ جګړه

د خپلواكۍ لپاره جګړه، پر دوو جګړو وېشل كيږي، له خپلواكۍ تر مخه جګړه او له خپلواكۍ راوروسته جګړه.د عرب ځوانانو او يهودو تر منځ جګړه يوازي د ملګرو ملتونو د ( 181) ګڼي معاهدې له صادرېدو لږ وروسته پيل سوه. تر ډېره ځايه عربو د دفاع تګلاره درلوده، او پر هيڅ يوه بانډ او يا هم سيمه ئې تېرى و نه كړ، كه څه هم چي د اردون يوه بانډ، فلسطين ته په ور سپار ل سوو ځيني سيمو باندي يرغلونه و كړل.له خپلواكۍ تر مخه:مخكي تر دې چي اسرائيل خپله خپلواكي اعلان كړي، د فلسطين

04.11.2007 sapand

ماشوم جنت

کاشکې زه ماشوم وای او ته هم ګلې ماشومه وایناز دې را معلوم وای او غوسه مې در معلومه وایزه کله سخي وای کله شوم تر اندازې نه زياتته کله سخي وای کله سخته ډېره شومه وایا خوا مې کتلي وای او دېخوا مې کتلي وایکور کې مې له څټې نه په غلا غنم ايستلي وایمنډه مې اخيستې تر دکان مې تښتولي وایځان ته پتاسې تاته بنګړي مې را نيولي وایستا نري مړوند ته مې په ناز در اچولي وایدرې څلور دې مات وای پنځه شپږ دې شرنګولي وایلاس مې وای زخمي درته په چيغو دې ژړلي وایزه په ټوپو سر

04.11.2007 sapand

د کور هدیره

زړه ګاډۍچي د آس غوږونه یې نور د راکټونو ږغونه ته بې تفاوته شوی وه به سکنی ماښام د ښارخواته تله . د درنو وسلو ډزی کېدې.هغه په عمرپوخ سړی چي ګادۍ کي سپور وو څه پریښانه ښکارېده.ښار کي څه نه لېده کېده ، یوازې د سړک په یوه ګوټ او بل ګرځنۍ کې د ریګو د ګونیو له منځ نه د ټوپکو میلې مالومېدی . د پسرلی دوېمه شپه وه، د څلورو ورځو راهیسې په ښار کي د ورځی له خوا د د رنو وسلو زرونه ‎ډزي کېدې د ورځی به خلک په کورونو کي وه او د شپې چي به ډزي څه لږ شوی نو د ارلیکینوتتې ړنا ته به د ورځي مړي ښخول.دوې ش

04.11.2007 sapand

بدكاره

كريم جان د غلام سخي د دوكان مخې ته پر وړه څوكۍ ناست و. د چايو ډكه پياله په لاس نرم نرم ورسره ږغېده، چې مخامخ ښځې يې پام ځان ته ورواړاوه. ښځه له كيڼ لاس ته پرتې كوڅې راوتلې وه. پيكه شنه بوغره (چادري) پر سر، نرۍ جګه ښځه وه. هماغلته وړاندې پاخه سړك ته پر وروتلې لار ودرېده. تلولى غوندې يې شا و خوا وكتل چې پر ده يې سترګې ولګېدې، خدازده ولې لږ پرې راتاو شانتې شوه، څو شېبې يې نېغ نېغ وروكتل. دې كار د كريم جان پر تندي د حيرانتيا ګونځې جوړې كړې، څو ګډوډ فكرونه سر ته ورغلل. لا سر ته د ورغليو فكرونو په

04.11.2007 sapand

حج كې د نارينه او ښځينه ترمنځ توپير

دحج فرايض ، واجبات اوعام احكام دنارينه اوښځېنه ترمنځ مشترك دي ، خوالبته په ځينو احكاموكې دښځې اونارينه حج سره توپير لري ، چې تفصيل يې په لاندې ډول دى :1- كه له كوره ترمكې مكرمې ددرى ورځو سفر وي نو دښځې سره دخاوند يا " محرم " وجود ضروري دى ، ښځه ځوانه وي اوكه سپين سرې ، بلوغ ته دنږدې  انجلۍ هم هغه حكم دى ، كوم چې دځوانې مېرمنې لپار

04.11.2007 sapand

معدې او اعصابو ته څه شى ګټور ثابتېداى شي ؟

يوكال وړاندې you are What You eat  نومې كتاب په برتانيه كې خپور شو چې دروغتيا سره تړلي مسايل په كې څېړل شوي ، چې په زړه پورې معلوماتو او ګټورتوب يې ښه مقبوليت وروباښه مونږ ترې ځنې ګټورې لارښوونې دلوستوالو دګټې لپاره را اخلو :سهار له خوب نه درابيدارېدلونه پس بايد اول دتړمو اوبو يوه پياله وڅښل شي كه لږ ليمبوپه كې وزبېښل شي ښه به وي د خوراك پرمهال څښاك هضم ته تاوان رسوي؛ نو ځكه بايد څښاك دخوراك نه نيم ساعت مخكې يا وروسته وشي ، په خوله كې د خوراكي شيانو ښه ژول هضم ته زياته ګټه رسوي .كه

04.11.2007 sapand

لاس مې نېسه

سوی ډاګ ،ستړی مزل ، او وچې شونډېتږی ،تږی ومه.  جام دې راته راکړدې بې کسه او بي وسه زمانه کې يو له ډاډه  ډک سلام دې راته راکړ له ماټولې لارې ورکې وې ملنګه ! مخامخ راته ته ستوری د سبا شوی زما له پښو نه دم ختلی،  نړېدمه لاس دې راکړ ته په شان د مسيحا شوې نه پوهېږم چې ته 

03.11.2007 sapand

د حضرت ابوبکر صديق(رض) له ويناو څخه

٠  سترگې د زړه دروازې دي د هغو ساتنه وکړئ؛ ځکه چې ټول افتونه له همدې لارې داخلېږي.٠  خلک وايي چې زه د مړ کېدو والا يم مگر عمل داسې کوي چې زه به هيڅکله نه مرم.٠  زما خوښېږي چې زه د مومن د سينې ويښته واى.٠  له گيلو او شکايتونو نه خوله بنده کړئ، نو راحت به ترلاسه شي.٠  ښه پوښتنه کول نيمايي علم دى.٠  ته هغه خلک ولې غلامان کوې چې له موره ازاد پيدا شوي.٠  د گناه پرېښودل د توبې له کړاو نه ډېر اسانه دي.٠  گناه تياره ده او د هغې چراغ توب

03.11.2007 sapand

د خپلوان تازه غزل (چم)

ښايست دى رنګينۍ دي اوښكلا ده پـه دې چم كې سپوږمـۍ د څوارلسم ګرانه والله ده په دې چم كــېرقيبه! زړه دې وچوه خداى دې نور له دې بد تر كړههغه ليلا مـې اوس ګوره پخـلا ده په دې چــم كـــــــــېحيران يمــــه ټـول خلك نن دمينـــې سوداګــــــــــر ديچـانـه پېژنـده مينـه نن تالا ده پـــــه دې چـــــــــــم كـــــــــېسپين غره ستا په لور هر وخت زمونږ د اميد سترګېداستا لـــــه بركـته نن خنـــــدا ده پـــــــــه دې چــــــــــم كېراځه ښكليه! همېش رانه دې څــــــوك لېدلـــى نشي

03.11.2007 sapand

بېره

بيرې ماشومان ډېرې په شوق خوري ـ د بېرې ونه اوبه ډېرې نه وغواړي، نو دا په ګرمه او خشکه علاقه کې زياتې کېږي ـ غريزه علاقه کې بېره ډېره کثيره او دا به د ښارونو بازارونو ته په خرونو بار راوړل شوه ـکله چې بېره بازار ته راغله او خرڅه شوه، نو دې د يوې ميوې شکل اختيار کړو او چې د تجارت وسيله شوه، نو په دې محنت هم شورو شو او ددې خصمانې ته هم پام اوکړ شو، ځنګلي بېرو او باغي بېرو کې فرق راپيدا شو او په دې کې قسمونه راپيدا شو او بېره او بېر نه سوه بېره شوه دا هغه طبي خاصيتونه لري چې په سيوکې دي ـ &n

03.11.2007 sapand

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more