د sapand sapand لخوا خپرې شوې لیکنې


دوکانداره

هغه يو ښکلي دوکان ته ورننوت ، دوکان له ښيښو جوړ و او يوه نجلۍ پکې دوکانداره وه ، د هلک د ورننوتلو سره نجلۍ په مسکا وپوښتل . - ستاسې سي ډي پکار ده ؟ هلک چې دا ډول مسکا هيڅ نه وه ليدلې د نجلۍ دښکلا تر تاثير لاندې راغى ، په لړزېدلي غږ يې وويل : - هو !! زما سي ډي پکار ده . هلک يوه سي دي راپورته کړه هغې ورته وويل : پوښ کې يې درته بنده کړم؟ هلک هم غوښتل چې لږه شېبه نور وځنډېږي ؛ نو يې ورته وويل : - بلې !! په پوښ کې يې واچوه . هغه د ميز تر شا پناه شوه او سي ډي يې په پوښ کې واچوله ، هلک س

06.10.2008 sapand

څلوريځه (وقار)

زه مينه غواړم ته غوسه راکـوېجانانه کلــــه بــه بوسه راکــــوې؟ نن دې لــه دره بېنــوا نـــه ځــــــمهنن به دې شونډې په مزه راکوې رحمت گل وقار د سوات په مدين کې            

07.08.2008 sapand

نورو وگړو ته رڼا کړي شاعر (شيرين زوى)

سهار چـــــا وپوښتلـــــم خير خـــــو  بـــــه و؟بېګا دې ټولــــــــــه شپـــــــه څـــــراغ بلـــــېدهما وې هـــــو! خير و تر سهـــــــــاره ويښ وملکـــــه څـــــراغ مـــــې د زړه داغ بلـــــــــــــېده هغه وې څـــــه سبب و،خـــــوب نـــــه درتلـــوکه دې شمارل په شنه آسمان کې ستــوري؟ما وې شمارل مې نه غـــــورچاڼ مـــــې کاوهچـــــې ترېنـــــه جـــــوړکـــــړمه د نظم تـــ

07.08.2008 sapand

حضرت سليمان(ع)

حضرت سليمان(ع) ٠  په ټولو زحمتونو کې گټه او فايده نغښتې ده.٠  د ښځې حکمت کوروداني ده.٠  د الله(ج) په وېره کې عمر زياتېږي او د شر خوښوونکي عمر تل کم وي.٠  څوک چې د يو کم عقل په لاس پيغام ليږي هغه خپلې پښې په خپله پرې کوي.٠  چې کله ستا سترگې له بيگانه سترگو سره په جنگ شي او ستا زړه له هغه نه ناسم مطلب واخيسته، نو د تا حال خراب شي.٠  د خپل همسايه کور ته له ورت

06.08.2008 sapand

غزل (څپاند)

ده مـــــــــــې تلـــــــــوسه درنــــــــــــه ويده نه شمشابــــــه زر راځــــه درنـــــه ويده نــــــــــــــــه شم ستـــادشونډو خوند مـــې لا په خوله كې دىاى د خــــداى بنـــده درنـــه ويــده نـــــــــــــه شم نـــــه پرېږدم تر بلـــــــــــــــې ژمنـــې خپل ارمانخـــولگـۍ دې راكوه درنــــــــــــــه ويده نـه شم يـــوازې پــــه كــتو باندې څــــه نـــــــــــه كېږيخبرې خـــو ك

06.08.2008 sapand

مصريزې( محمد حنيف حيران)

چــــــې يې په ناز رالويولـــــــــــــــــېاخر دې وکړې کانې خپلــــــــــــــــــېالله دې مړه کـــه نازولـــــــــــــــــــــــــېچــــې مساپر په کاڼو ولــــــــــــــــــــېجنۍ لمن به دې خداى نـــــه زرغونوينـــــــــه زما پـــه سترگـــــو کـــــــــــــــــې غړېږهزما پــــــــــه زړه کــــــــــــــــــې وټوکېږهخير دى پــــــــــــــــــه حسن دې نـازېږهبند پــــــــــــــــــه بند مه رانـــــــه تاوېږهکه مساپر شم بيا بــــه نــــه درځي خوبــــــ

03.08.2008 sapand

تازه غزل (نصرت الله الهام)

زړه نــــــه مــــــــــــې بلا اندېښنه و باسمزه چې له ګناه نـــــه تــــــــــــــــوبـــه وباسم اى ذاهـــده! څنګــــــه يــــــې ظاهره کړمايښې پـــه سينــه کــــې سجـــده وباسم زه بـــه مـــې پـــه سترګو کې رڼا راوړمبيــا بـــه ستا له سترګو نه شپه وباسم څنګـــــه مـــې دې زړه ته تسل ورکړمهڅنګـــه مـــــې لــــه زړه نــــه هغه وباسم نـــه غــــــــــواړم چې تا پورې درورسمخپلــ

02.08.2008 sapand

غزل (خيرخوا)

گران شمس الحق شينواري ته ډالۍ مـا وې ځــــوږ خــــاونده څنگـــه لـــور پـــه لور دى؟دا د خـــــــوږ اشنا سکوت کې دومـــــــره شور دى د زړگــــــــي رڼا يـــــې مخ تـــــــــه مخـــــــــــــــامــــخ دهدا ښايسته اشنـا لــــــــه رنگــــــــــــه ځکـه تــور دى چـــا د چـــا د مـحبت نښې ساتلــــــــــــــــــــــــــــــــــــــيچــــا نېولـــــى پـــــه لاسونو کـــــــې سور اور دى

02.08.2008 sapand

دا له چا قربان شومه؟! (پرې وغږېږئ)حقيق

په لاندې شعر وغږېږئ، چې ترې موخه څه ده او مانا يې څه کېدى شي؟ له شرق نه مې د غرب په لورې منډه کړهپښه مې په دا خپل څادر کې ونښتهاوږد، اوږد پرېوتمپښې مې په ختيځ کې شوېسر مې په لويديځ کې شوټنډه مې د غرب په کاڼو ماته شوهوينې مې تر پښو پورې راتوى شولېداسې راته ووايه چې:دا له چا قربان شومه؟!

28.07.2008 sapand

غزل (حقيق)

27.07.2008 sapand

مصريزې(خيرخوا)

لکــــــــــــه د گل د لښتې خــــورېښکلاوې ټولې شوې مخ تورېيـــــــــــــــاره خبرې پرېږده نـــــورېڅنگـــــــــه خواږه خواږه راگورېلــمن دې ونيسه چـــې زړه درواچــــــــــومه دا څــــــــومره زر دې گېله کېږيشونډې دې تورې شوې رپېږيدومــره خــــــــو لـږ سړى پوهېږيمخ پــه مړونـــــــــــد کلــــــه پټېږيظالـــــــمه ياره سلامــــــــــــــــــي ولاړه يمــه صبر د زړه مــې نـور تمام شود راز قوي تار رانـــه خام شود هر سړي اوس راتــه پام شو

27.07.2008 sapand

مسافره!(حقيق)

د نصرت الله الهام پر ليکه (پروت په دغــــــــــــــه لويه لار و مسافرهدغـــــــــــــــــــه دښته پرون ښار و مسافره) د يارۍ تحفې لــــــــــــــــه دې ځايه ورتللېچــــــــــې پــــــــــه هر کلي به يار و مسافــــره ما هم دلــــته د جــــانان تندى ښکل کــړىدغــــــــــه ځاى زما د ديدار و مسافــــــــــره هاغــــــــــــــه وړاندې د ليلو د دمې ځاى ولـــږ څـــه پاس دلـــــــــــــــــته چنار و مسافره

27.07.2008 sapand

زه او خيرخوا(څپاند) لومړۍ برخه

ښايي ځينې يې له نوم سره ډېره کمه اشنايي ځکه ولرئ چې خيرخوا زما په څېر اوس نه دى چې د پېښور ښار هره ورځ له پښو وباسم او ډېر راته وايي چې ته خو هم د پېښور منجاور يې چې هره ورځ يې ديدن او زيارت ونه کړې، نو داسې يې لکه چې هيڅ دې هم نه دي کړي، خو دومره ورک هم نه دى چې څوک دې هيڅ ونه پېژني، ځکه له نن څخه درې کاله مخکې همدا زما کار د ښاغلي خيرخوا په برخه و او هره ورځ يا ورځ وروسته به يې د پېښور زيارت ته زړه تخڼېدو او چې زړه به يې وتخڼېدو نو له حقيق سره به دې بيا د قصه خوانۍ په کوڅو کې چېرته په کوم ک

24.07.2008 sapand

غزل(نجيب عامر)

سهار له کوره اوزمه ماښام کور ته راځمخو اوس هم لا هماغسې ناکام کور ته راځم ګلاب ګلاب سورخي په مخ له ځانه سره وېسم سورى سورى په زړه لکه بادام کور ته راځم ياران راته سپوږمۍ په سر قسم راکړي چې وسکهزه مست په بنګاوه لکه خيام کور ته راځم همدلته دي راجمع زما ټولې بدمرغۍ زه اخلم له خپل زانه انتقام کور ته راځم پاچا يمه تر نيمو شپو بنډار کې د يارانو بيا غلو غوندې را اوړمه په بام کور ته راځم نه کار شته نه روزګار شته د پلار وېره راسره دا نن

23.07.2008 sapand

عجيب الخلقه کوچنى

دايسوسي ايټډ پريس لخوا خپور شوى د عجيب الخلقه ماشوم انځور

08.04.2008 sapand

د کاڼي کرښې

٠  په ټولو زحمتونو کې گټه او فايده نغښتې ده.٠  د ښځې حکمت کوروداني ده.٠  د الله(ج) په وېره کې عمر زياتېږي او د شر خوښوونکي عمر تل کم وي.٠  څوک چې د يو کم عقل په لاس پيغام ليږي هغه خپلې پښې په خپله پرې کوي.٠  چې کله ستا سترگې له بيگانه سترگو سره په جنگ شي او ستا زړه له هغه نه ناسم مطلب واخيسته، نو د تا حال خراب شي.٠  د خپل همسايه کور ته له ورتگ نه څنگ وکړه هسې نه چې ستا هره ورځ ورتللو نه هغه خراب خيال واخلي.٠  په مسکين پورې خندل دا مانا و

18.03.2008 sapand

د کاڼي کرښې"حضرت علي(رض)"

٠  د بدل اخستلو خوشالي له يوې شېبې څخه ډېره نه وي، خو د بخښنې خوښي ابدي وي.٠  هيله من اوسئ، ځکه ناهيلي گناه ده.٠  چا چې علم ترلاسه نه کړ هغه يتيم دى.٠  پور غلامي ده او د هغې ورکړه ازادي ده.٠  د يقين خوب کول د شک له لمانځه غوره دي.٠  د هر سړي قيمت د هغه نيک عمل دى.٠  د انسان هره ساه ايستل د مرگ لوري ته يو قدم دى.٠  خپل ځان خوښول تر ټولو لوى وحشت دى.٠  مرگ يو بې خبره ملگرى دى.٠  نړۍ يوه مساپرخانه ده، خو بدبختو تر

17.03.2008 sapand

د اسوېليو کاروان

ګرانې په دې نړۍ کې انسان له هر ډول کړکېچونو سره مخ کېږي او انسان هڅه کوي چې ځان ترې په سالمه توګه خوندي وساتي، خو په دې کړکېچونو کې داسې کړکېچ هم را زرغونېږي چې له انسان څخه لاره ورکه کړي او نه پوهېږي چې څه وکړي او په کومه له دې کړکېچ څخه ځان وژغوري يا په بله مانا د حل لپاره يې کومه لاره ومومي چې هم ځان قانع کړي او هم يې بشپړ حل وي.زما په اند هغه کړکېچ چې د حل لاره يې ډېر کم وګړي ميندلى شي، ښايي همدا د مينې وي چې کړکېچ ويل ورته هم غوره خبره ده او هم بده، خو زه ځکه ورته کړکېچ وايم چې ماته

06.03.2008 sapand

د خيرخوا تازه غزل

ستا يـادونــــــه اور اخلــــــــــيسوى د زړگــــــي کــــور اخلي ستـا تصـور څـــــــــــــــــــــه بلا؟غـــم ورسره زور اخــلـــــــــــــي تـــوري سندريز شي ټــــــــــولستا بنگـــــړي چې شور اخلي زړه پـــه خپلــــــه سپينـه خــواداغ لگــــوي تـــور اخلـــــــــــي څومره چې خيرخوا خوږ شيدومره غــــزل سور اخلـــــــــي

29.02.2008 sapand

گران عرفان الله "څپاند" ته په ډیره مینه سلامونه

گران عرفان الله "څپاند" ته په ډیره مینه سلامونه .صحت او سلامتیا مو د ښکلا د سپیڅلي څښتن تعالی څخه غواړم گرانه وروره! کله مې چې دبزرگې څوکې په نامه ستا سې بلوگ ولیده خدای شا هد دی ډېر زیات خوشحاله شوم په ریښتیا هم ډېر په زړه پورې مطالب پکې خپرېږي. زما یو وړاندیزدی هغه دا که دیني مسايلو ته پکې ځای ورکړې او لیکونکي دې ته اړکړې، چې اسلامي او دیني مضامین درته راولېږي او د بلوگ له لارې خپاره شي ترڅو خلک وکولای شي پدې اړه هم مستفید شي؛ ډېره ښه به وي .     &nb

11.02.2008 sapand

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more