زړه نــــــه مــــــــــــې بلا اندېښنه و باسم
زه چې له ګناه نـــــه تــــــــــــــــوبـــه وباسم
اى ذاهـــده! څنګــــــه يــــــې ظاهره کړم
ايښې پـــه سينــه کــــې سجـــده وباسم
زه بـــه مـــې پـــه سترګو کې رڼا راوړم
بيــا بـــه ستا له سترګو نه شپه وباسم
څنګـــــه مـــې دې زړه ته تسل ورکړمه
څنګـــه مـــــې لــــه زړه نــــه هغه وباسم
نـــه غــــــــــواړم چې تا پورې درورسم
خپلـــــــــه د ارمان جنــــــــــــــازه وباسم
بيا مې د غزل شپېلۍ په لاس کې ده
غـــــواړم ترېنه نـــــــــوې نغمه و باسم
زړه تــــــــــه مــــــــې الهام راننوتى دى
بېرته يـې په کــــــومـــه بانـــــــه وباسم

ځوان او پياوړى شاعر نصرت الله الهام
02.08.2008
- sapand
گران شمس الحق شينواري ته ډالۍ
مـا وې ځــــوږ خــــاونده څنگـــه لـــور پـــه لور دى؟دا د خـــــــوږ اشنا سکوت کې دومـــــــره شور دى
د زړگــــــــي رڼا يـــــې مخ تـــــــــه مخـــــــــــــــامــــخ دهدا ښايسته اشنـا لــــــــه رنگــــــــــــه ځکـه تــور دى
چـــا د چـــا د مـحبت نښې ساتلــــــــــــــــــــــــــــــــــــــيچــــا نېولـــــى پـــــه لاسونو کـــــــې سور اور دى...
03.08.2008
- sapand
چــــــې يې په ناز رالويولـــــــــــــــــېاخر دې وکړې کانې خپلــــــــــــــــــېالله دې مړه کـــه نازولـــــــــــــــــــــــــېچــــې مساپر په کاڼو ولــــــــــــــــــــېجنۍ لمن به دې خداى نـــــه زرغونوينـــــــــه
زما پـــه سترگـــــو کـــــــــــــــــې غړېږهزما پــــــــــه زړه کــــــــــــــــــې وټوکېږهخير دى پــــــــــــــــــه حسن دې نـازېږهبند پــــــــــــــــــه بند مه رانـــــــه تاوېږهکه مساپر شم بيا بــــه نــــه درځي خوبــــــ...