چــــــې يې په ناز رالويولـــــــــــــــــې
اخر دې وکړې کانې خپلــــــــــــــــــې
الله دې مړه کـــه نازولـــــــــــــــــــــــــې
چــــې مساپر په کاڼو ولــــــــــــــــــــې
جنۍ لمن به دې خداى نـــــه زرغونوينـــــــــه
زما پـــه سترگـــــو کـــــــــــــــــې غړېږه
زما پــــــــــه زړه کــــــــــــــــــې وټوکېږه
خير دى پــــــــــــــــــه حسن دې نـازېږه
بند پــــــــــــــــــه بند مه رانـــــــه تاوېږه
که مساپر شم بيا بــــه نــــه درځي خوبــــــــونه
خداى خبر څومره بې وفــــا يــــــــــــې
چې نه پر ځان يې، نه پر ما يــــــــــــې
خدايزده د چا پر مينه پايـــــــــــــــــــې
په لوړو غرو رانه پنا يــــــــــــــــــــــــــې
اوس مې که يار يــې نو رالېږه سلامـــــــونه
د بېلتانه ظالم حملـــــــــــــــــــــــې وې
ته رانه تلې زما گېلـــــــــــــــــــــــې وې
څنگه اشنا خولې خولــــــــــــــــې وې
پرون لا دا مهال دلــــــــــــــــــــــې وې
نن به دې تورې زلفې چېرته باد وهينـــــــــــه
د عاشقانو دې خــــــــــــــداى مل شي
د بېلتانه په ژرنـــــــــــــــــــــــده دل شي
له روغ سړي نه جـــــــــــوړ پاگل شي
لرگي چې دوه شي اور پرې بل شي
بېگا پـــــــــــه ما غريب يـــــــــوازې بلېدنـــــه
د هېواد ځوان او خوږ شاعر او ليکوال ډاکټر محمد حنيف حيران توتاخېل په سوات کې