گران شمس الحق شينواري ته ډالۍ

مـا وې ځــــوږ خــــاونده څنگـــه لـــور پـــه لور دى؟
دا د خـــــــوږ اشنا سکوت کې دومـــــــره شور دى

د زړگــــــــي رڼا يـــــې مخ تـــــــــه مخـــــــــــــــامــــخ ده
دا ښايسته اشنـا لــــــــه رنگــــــــــــه ځکـه تــور دى

چـــا د چـــا د مـحبت نښې ساتلــــــــــــــــــــــــــــــــــــــي
چــــا نېولـــــى پـــــه لاسونو کـــــــې سور اور دى؟

دا خو زه يم چې دې څنګ کې ژوندون غــواړم
چـــا اخستى د لـــــمبو کلــــي کـــــې کــــــــور دى؟

د الفت مـــــراندې يې ونـــــــه شکېږي خدايـه!
پــــه زړگــــي مې د کېږدۍ په څېر راخور دى

چـــې تصوير يــــې هم ويستى نــه شم عـاجز يم
دا په خيال کې مـې نېولى کوم انځـــــــور دى؟

د خيرخوا د غـــــــــــزل تــــــــــــــورو اور اخستى
گورې نه چې تغزل يـــــــــې سوى سکـــور دى