په لاندې شعر وغږېږئ، چې ترې موخه څه ده او مانا يې څه کېدى شي؟

له شرق نه مې د غرب په لورې منډه کړه
پښه مې په دا خپل څادر کې ونښته
اوږد، اوږد پرېوتم
پښې مې په ختيځ کې شوې
سر مې په لويديځ کې شو
ټنډه مې د غرب په کاڼو ماته شوه
وينې مې تر پښو پورې راتوى شولې
داسې راته ووايه چې:
دا له چا قربان شومه؟!