د sapand sapand لخوا خپرې شوې لیکنې
مات منګی(اجمل اند)
خانده راخانده زنـــــــــــــدګي تيروهخير دی اشنا پر ځان سختي تيروه دلته اوس څوک د چا په وير کې ژاړيهر څه دې غلي په زړګــــــــــــــــــي تيروه چې دې نادودې ليــــــــــدې خانده ورتهعمر په شان د ليــــــــــــــــــــــــوني تيروه د درديدلي ژوند په دې پړاو کېراسره خير دی بي وسي تيروه بلبله ژاړه د ګل وچ ډنډر تهورته کيسه د ورک سپرلي تيروه کله راځه د نازولي ياده !را ته تش لاس خو په تندي تيروه اجمله ولاړ شه هغه وران ګودر ته
د کاڼي کرښې
٠ چې چاته گټه نشې رسولى، نو زيان هم مه ور رسوه.ملتن٠ چې په چا کې ادب نه وي په هغ کې ټولې بدې وي، بدې وي.مولانا روم(رح)٠ په سپي کې يولس خويونه داسې دي چې هغه هر مومن ته په کار دي:١- هغه وږى اوسېږي دا ادب د صالحينو دى.٢- په لږ شي باندې قناعت کوي، دا د صابرينو نښه ده.٣- د هغه هيڅ ځاى نه وي چې دا د متوکلينو نښه ده.٤- هغه په شپه کې ډېر لږ ويده کېږي چې دا صفت د شپې د بيدارانو او نښه محبينو ده.٥- څه وخت چې مړ شي، نوهيڅ مېراث نه پرېږدي، چې دا صفت د ز
((چې مې په سپينه لمن تور ولگيد))
په دې برخه کې د فضل قادرانډيوال ادبي ټوټې او شعرونه لوستلی شئ
غزل(الهام)
يمه شبنم غوټۍ مې غېږ کې نيسي يوه پسته نجلۍ مې غېږ کې نيسي خدايږو په زور مې وړي له زانه سره ستا دښکلا سلۍ مې غېږ کې نيسي زه هم اهنګ يمه که نه نو ولې دځلمي شپون شپېلۍ مې غېږ کې نيسي زه به نو څنګه ځنې خوند وا نه خلم چې په ويش ويش اووۍ مې غېږ کې نيسي
بحري انسانان
هغه بحري حيوانات چي د انسان په شان شكل لري او په ايران كي ليدل شوي دي
ګرانه څپانده سلامونه او ښي چارې
ګرانه څپانده سلامونه او ښي چارېستاسي دوېبلاک په لېدو خورا خوښ شوم،په رښتېاهم ستاسي خدمت او چوپړپښتو ادب لره دستاېني وړده٠دلوی څښتن څخه درته دلا زيتو هڅو بريو غوښتونکی يم٠په درنښتعزيزې بابکرخيلاسلام اباد
بيا مې پردى وگڼه
په دې برخه کې د فضل قادرانډيوال ادبي ټوټې لوستلی شئ.
خداى دې زما صداقت درپوري اور کا
په دې برخه کې د فضل قادرانډيوال ادبي ټوټې او شعرونه لوستلی شئ.
شپول(اجمل اند)
څوک مې په غېږه کې راټول ونېوهکه مې له لمره چاپير شپول ونېوه خدايه له سترګو يې سرور ورېدهورته مې خود د زړه کنډول ونېوه دا خو د نور له غېږ خالي لاس راغلمچې تور ماښام ته مې کچکول ونيوه ستا د خندا څومره ياغي لښکر وود زړه وطن يې رانه ټول ونېوه خدايه ! باران کړه کنه ورژېدهتندې د غره داړخ غاټول ونېوه څه شول ، زموږ د اتڼ ژڼي څه شولچا غنيمت کې رانه ډول ونېوه
د کاڼي کرښې
٠ څومره نادان دي هغه خلک چې په خپلو خوبيانو ناز کوي، پوه هغه دي چې خپل عيبونه وگوري.خوشال خټک٠ خبره چې له خولې ووځي اوښ شي، خو اوښ بېرته په خولې نه ننوځي.٠ په نړۍ کې تر ټولو گران بيه شى عزت دى.ابن سماک(رض)٠ څښتن(ج) کله کله د خپل مخلوق سترگې په اوښکو باند مينځي تر څو د هغه په اصولو او احکامو سم عمل وکړي.کارلايل٠ د بل چا لپاره صدقه نشته تر څو چې نېږدې خپلوان محتاج وي.ارشاد نبوي(ص)٠ ډېر لوى جهاد دادى چې د انصاف خبره ظالم ته
ګرانه زړه ته راتېر څپانده سلامونه
ګرانه زړه ته راتېر څپانده سلامونهخدای پاک دې راته ونازوه. ياره ما خو په يوه ليدنه کې هم ستا د ښکلي بلوګ مبارکي درکړې وه؛ خو ځه بيا به يې دلته درته تازه کړم او يو څو مشورې به هم درنه ځار کړم، هسې خو دې ښه پېژنم چې زړه دې څه درته ووايې، بيا نو ولله که د پلار هم ومنې؛ خو کېدای شي کومه مشوره دې ښه له پامه راشي١_ يو خو داسې کاروکړه، چي داليکنې دومره ډېرې په يو وار بلوګ ته مه ورکوه، سبا به څه درسره نه وي بيا به له نورو سايټونو ليکنې راغلاکوې او خپل بلاګ ته به يې ورکوې، فکر کوم اوس دې هم دا کار
غزل (امرخيل)
ډېره راته ګرانه شوې چې پېغله شوې اوس ايله اسانه شوې چې پېغله شوې ځار دې د کافرو سترګو خوى نه شم سمه مسلمانه شوې چې پېغله شوې ياد کړه چې ويل دې ( ټوله ستا يمه )ولې پښېمانه شوې چې پېغله شوې ما به درته نه ويل ماشومتوب ښه دى ؟ څنګه پرېشانه شوې چې پېغله شوې مخکې چې وړه وې حياناکه وې لږه ، لږه ورانه شوې چې پېغله شوې
قرانکريم( د کاڼي کرښې)
٠ د جنت لپاره زما ژمنه د ظالمانو لپاره نه ده.والبقره ١١٥٠ څوک چې د الله(ج) په لاره کې مړ شي هغه ته تاسې مړ مه وايئ، هغه ژوندى دى، خو تاسې شعور نه لرئ.البقره ١٥٤٠ اى د ايمان والاو! تاسو پوره په اسلام کې داخل شئ او د شيطان پيروي مه کوئ، هغه ستاسو ښکاره دښمن دى.البقره ٢٠٨٠ کيداى شي تاسو يې خوښ کړئ او هغه ستاسو لپاره غوره نه وي او چې کوم تاسو نه خوښوئ هغه تاسو ته غوره وي، الله(ج) ښه پوهېږي تاسو نه پوهېږئ.البقره ٢١٦٠ څوک چې ژمنه پوره کړي ا
سړه سېلۍ
كله چې ښځه له كتنځي (كلنيك) څخه ووته، ډاكټر سړي ته وويل:"څه دې ده؟"_ "صاحب ښځه!"ډاكټر چې د كتنځي په تورو دودوهلو پښتولانو(تيرانو) كې يې نظر ټومبلي و او د ښي لاس لنډې ګوتې يې په خپله څپولنه ږيره كې ښورولې، ويې ويل:"د تشويش وړ نه ده، د ډېرو ښځو ګېډې د اميندوارۍ پر وخت دا ډول درد كوي، ښځه د څلورو- پنځو مياشتو اميندواره ده، خداى به يي ښه كړي.د سړي وربوز وځړېد، زړه يې په يوه ساه د پښو تر ګوتو پورې منډه وكړه. هغه لكه د مني ژېړه پاڼه چې د مړينې په تبه لړزېږي، همداسې په پوړېدلو ګامون
غزل (خيرخوا)
چې يې دتېرو زخمو شمار ونکړېپه زړه مې بيــــــا دبڼو وار ونکړې يو ځلې (هو) بل ځلــــې (نه) نه منمهسې نه دادښکـــــلو کار ونکړې رازدې دمينې ماته وايه ځـــــــکهپټه لمبه لکه چـــــــــــنار ونکـــړې اظهار دقهر کړه دشونـــډو په سرپه زړه پولۍ لکه انار ونکــــــــړې مادې له قصده کچکول نه ماتوهملنګه پام کوه ازار ونـــــــــــکړې خيرخوا رسوا به شوترې ګل غوړيږيڅاڅکي داوښکو پر دې لارونکړې
لــــــــــــو(اجمل اند)
لو کې د لوګرو په ملا ماته شوهلخته وه ملګرو په ملا ماته شوه ړنګه شوه ها دنګه ځواني ړنګه شوهچوپ شوه له سندرو په ملا ماته شوه ښايي شپون په زير کې نغمه ونېوهڅانګه د ګورګورو په ملا ماته شوه خدايه چې ترې شين ګړی ټوټې نه شيلويږي په ډبرو په ملا ماته شوه زوره ستا د تبر فولادي څوکهزمونږه د نښترو په ملا ماته شوه ستا د تومت توره که تيره وه خوزموږ د عشق د زغرو په ملا ماته شوه
ورور جانه بلوګ دې درته مبارک وي
ورور جانه بلوګ دې درته مبارک وي ، ښکلى بلوګ دى ښکلى نوم دى او ښايسته دى ډېر ښايسته . بريالى اوسې ورور دې الهام
غزل (فضليار )
فضل د خداى دى د ټوپک پر ځاى ګلاب غواړي اوسچـا چې بـه كلــي ورانـول هغـوى كـتاب غــواړي اوس وايـي زمـا مـــيـنـه بـه خــپل زړګـــي كـــې پـټـه سـاتېدا ســــاده ګلــه رانـه لـــپه كــې دريـاب غـواړي اوس چـې خــپل عـزت ، قــدر او پــت يـې پـه كـې ولـيـدلـوپـه اروپا كې ګوره پـېـغـلې نور حـجـاب غـواړي اوس اول يــې وېــل راځـه لــيـلام يــم پــه تــاوان يــم يــارهد هـرې خـولې د هـرې غـېـږ رانه حساب غـواړي اوس دده د لاســـه مــو د مـــړه نيـــكـه هـــ
ګرانه وروره څپانده سلامونه او نیکې هیلې
ګرانه وروره څپانده سلامونه او نیکې هیلې مې ومنه. په دې هیله چې خوښ او خوشاله به يې، اشنا بلوګ مې دې ولېدو خوښ مې شو او که رښتيا درته ووايم دا نوم خو مې بيخي ډېر خوښ شو، الله دې همت درکړي چې تاند او تازه یې وساتې. اشنا خدای دې وکړي چې بزرګه څوکه داسې غني وساتې لکه څنګه چې غني دي. بس د څښتن تعالی څخه دې د کونړ د سيند غوندې څپاند غواړم. مننه
سريزه با يد څنګه وليكل شي؟
سر يزه څه ته وايې ليكل يې د چا د نده ده او كوم توكي يې د پام وړدي؟ كه څه هم دا يو پيچيده او پراخه موضوع ده او اوږد بحث ته اړتيا لري، خو مونږ پدې لنډه ليكنه كې ورته يوه ځغلنده كتنه كوو او تر خپلې وسې به د مو ضوع د روښنتيا هڅه وكړو.په ار كې سريزه د يوه اثر د ارزونې په موخه ليكل كيږي چې دا كار د يوه كره كتونكي ليكوال دنده ګنل كيږي خو دا هله چې سريزه د فارس (ديباچي )په معنى وي.د يوه ا ثر د ژبنۍ او معنوي خوا، د سكا لو ارزښت اوورته ا سمې او موزونې ژبې كارونه تر څيړنې لا ندې راولي. كه ن