د sapand sapand لخوا خپرې شوې لیکنې
دشپې پېښې
شپه ترنیمايي ښه تېره وه چې ((ټک...ټک..ټک...))دسرای وروټکول شو.دې کار ښځه نېغه په ځای کې راکښېنوله وارخطا یې څنګ ته پروت سړی وڅانډه :- پاڅه...هله پاڅه چې ورټکېږي .سړی خوبولی له ځان سره وګوڼېدپه بل اړخ شو.خوښځې لا په زوره پسې وڅانډه:- ژرشه چې ورټکېږي.اوژړغونې یې پرې ورزیاته کړه:- وۍ خدایه بربادشوم.دې خبرې یې سړی هم جست په ځای کې راکښېناوه.ټکان خوړلي یې وویل :- (ور!)ټکېږي؟...څوک؟ښځې هماغسي ژړغوني ورجوخته کړه:- بل به نوڅوک وي...مېړه مې دی.اوبیاخدای ته په زا
د زړه زانګو
ستا خبرې دې خوږې غبرګې سندرېيا رنګينې د طاوس زرې وزرې خوار زړګی مې لکه مار اوده کې واخليچف کوې را باندې زر رنګه منترې دا مين زړه مې د څه په بدل اخلې ؟راته وايه ای د زړونو سوداګرې له زړه غوټو مې د شعر غمي جوړ کړه کينه زړه کې مې د شعر جادوګرې خدای دې ټينګ کړه دې يرغل ته ای زړګيه يار لري سترګو کې بې دريغه لښکرې د سيلاب غوندې مستي لرې په زړه کېنړوې مې د زړګي هسکې کمرې يوماشوم درد مې ويده د زړه زانګو کېچې راويښ شي را
یوه لپه خاوره
بوډۍ چې مخ یې لمر او دوړو توربخن کړی وو په کړوپه ملا او رېږدېدلو پښو د کوچنوټی اومید سره په وچه دښته کې پر مخې روانه وه سا یې لنډه لنډه کېده داسې ښکارېده چې د پلو کوشنۍ غوټې ستومانه کړې وي، خو دې په ستومانتیا فکر نه کاوه یوازې یې د لارې په لنډولو باندې سوچ کاوه، هغې د خپلې نږور سره ژمنه کړې وه چې سبا ته به بېرته راځي، ځکه دا یې د کور مشره او نارینه وه.وار وار به د کوچنوټي اومید په سترګو کې اوښکې راښکاره شوې؛ ستونى به یې له ژړا ډک شو؛ شونډې به یې بوڅې بوڅې شوې او زړه به یې غوښته چې چغې ووهي،
هغه ظلمونه چې زمونږ په ټولنه کې پر ښځو باندې کېږی(دويمه برخه)
۶- د ښځو اجباري ودول:زمونږه په افغانی ټولنه کې یو بل لوی ظلم دادی چې که ښځه پیغله وی او که کونډه نو د هغې مور او پلار او یا نور خپلوان هغه د هغې د رضا او اجازې او خوښې څخه بغیر یو چاته ودوی حتی چې اکثر وختونه پیغله یا کونډه خبره نه وی او مور او پلار یا ورور يې چاته ورکړی وی. نو دغه عمل ناروا او د شریعت او انسانیت خلاف او لویه ګناه ده. بلکې د اسلام مقدس دین پیغله او کونډی ته د میړه د کولو یا نه کولو او د میړه د انتخاب پوره واک او اختیار ورکړیدی. او مور او پلار یا نور خ
د ژوند خوږې، ترخې او...(کاروان)
زمونږ د تراژيدۍ د اوج مرحله وه، زه په کلي کې وم. د وطن ښارونو ته هغه د چا خبره چې مرغۍ هم نه شوه تيريدای. د وطن ښارونه مې په زړه وريدل، خو ورتلای نه شوم. د کلي له کارونو سره نابلده وم. زمونږ د اوبو وار ؤ او ما بايد د اوبو لپاره ورخونه جوړکړي وای. بس نو مجبوري وه، د غنمو په پټيو مې اوبه ور وتړلې. د شنو غنمو په پټيوکې پښې يبلې ورګډشوم. د غنمو د غوڅو پاڼو بوی د ماشومتوب غوندې خوږ راباندې ولګيده او ماشومتوب يې را ياد کړ. زه همدا مياشت نيمه مخکې له ښارونوکلي ته راغلی وم. د فلمې هيرو په څېر
ورتګ
هره شپه به په خوب كې وطن ته تلم. چې تللى به وم او راويښېدم به، زړه به مې نه غوښتل چې راويښ شم؛ خو چې ويښ به شوم د مسافر خانې مالك به راياد شو. هغه به د مسافرخانې د دروازې اړخ ته په يوه كوټه كې ناست و. له كړكۍ به يې راكتل. زه چې به د كړكۍ مخ ته تېرېدم او بهر به وتلم سر به مې كوز اچاوه. ګامونه به مې داسې اخيستل چې اواز يې نه وي، زړه به مې پوړېده. وېرېدم ترې. كه يې د اقامت د اسنادو پوښتنه كړې واى ما به څه ويل؟ ما خو څه نه لرل، زه مهاجر وم، غير قانوني مهاجر. هغه به مجبور و زه به يې له
گرانه اوزړه ته راتېره څپانده !
په ټول افغان کې مې ستا نوى ويبلاگ (بزرگه څوکه ) وليدخداى شته ډېرخوښ شوم .خداى دې همداسې تاند،څپانداو گړندى لره، خداى دې هغه کسان مختوري ولري، چې تاته د شخصي او يا مطبوعاتي ضديت له امله غاښونه چيچي. الله(ج) دې د ولس او ټولنې خدمت ته نور برياليتوب درپه برخه کړي .گرانه ملي او اسلامي پولوته ډېر درنښت ولره، په کولتوري برخه کې بايد دټولنې حساسيتونه په نظرکې وساتې هسې نه، چې څوک درباندې بې ځايه تورونه ونه لګوي. په هنري برخه کې هم بايد له ډېرې ځيرکۍ کار واخلې اوس د ويبلاگ له لارې دټولنې او
ضـــــرورت
شپه په پخيدو وه، تازه،تازه مې سترگې سره ورغلې ولې، خو د دروازې د بې دريغه ټكاري سره بيدار شوم. سودا مې شوه، دروازې ته ورغلم او د وره تر شا مې وپوښته:- څوك يې؟- يار، زه يم سرمست؛ ته لږ بهر راووځه! څه ضروري كار درسره لرم.دروازه مې خلاصه كړه، ستړي مشي مې ورسره وكړه او په داسې حال كې چې په سترگو مې گوتې موښلې او اوږده اوږده اسويلي مې ايستل؛ ورته ومې ويل:سرمست خان، خداى دې خير كړي، څنگه دې په دې ناوخته پيښه راوكړه؟- يار، حال د ويلو نه دى، خو څه مې كړي وى، ضرورت راپه مخه كړى يم، كه
د خيرخوا غزل
زموږ لـــــــــه لاســــــــه يې وارونه مرګنــــدي خــــــــوړليپه موږ پسې چې څوک راغلــي موږ ژوندي خــــــوړليڅوک چې د غصب مېلمستيا له دغې خاورې غواړينو د افغــــــــان د لاس ټکـــــــونه يـــــې تــــــندي خوړليزموږ په چـــــــم ګاونډ کې خلکو بل شان سپي ساتليسم لېـــــــوني دي زموږ يې ْډېر د ســـر سړي خـــــوړليله ډېره هـــــجره پس د خپــــــل کلــــــي ديــــــدن ته لاړمخو ومـــــې نه پــــــېژنده ټول کلـــــي لوګـــــي خــــوړلينښـــــه کــــــه نه ده قيــــام
غزل
يو څوک يې د لونگو په لټون پسې راوتىپرون تللې په دې لاره ده کوچۍ ړنگه بنگهد پر کلي زلمي خو ټول همدې له ژونده خلاص کړلاخ! دې کوز کلي ته لاړه نن گولۍ ړنگه بنگهاوس به مې مورکۍ په سپېلنيو باندې څه کوللېدلې که مې نه وى يوه جلۍ ړنگه بنگهبس نن خو ته په خپله مينه سپينه خولگۍ راکهمړې خير دى کنه راشه لېونۍ ړنگه بنگه
هغه ظلمونه چې زمونږ په ټولنه کې پر ښځو باندې کېږی(لومړۍ برخه)
څرنګه چې زمونږ په افغانی ټولنه کې پر ښځو باندې رنګارنګ ظلمونه کیږي او بیا دغه ظلمونو ته د غیرت نوم ورکول کیږی او د اسلام مقدس دین ته يې نسبت کیږی چې دا یوه بله عظیمه ګناه ده چې یو عمل په اسلام کې نه وی او څوک يې اسلام ته نسبت وکړی، نو ددې لپاره چې مسلمانان دغه ظلمونه وپیژني اوله هغې څخه ځان وساتی زه غواړم دلته دغه ظلمونه او د هغې د حراموالي او قباحت دلايل د قران او سنت څخه ذکر کړ م چې هغه په لاندې ډول دی : ۱- د انجلۍ پر زيږيدنې غم او غوسه کول: زمونږ په ټولنه کې یو غیر
درې سلگۍ
دومره كمزورى شوى و چې په لاره به روان و لكه په ژمي كې د توت پاڼه داسې به رپېدو. په لمونځ كې ښه كلك و، پينځه وخته لمونځ يې په جمعه كولو، په كومه ورځ يې چې له نړۍ نه سترگې پټولې او نور له كوره او له ټولو انسانانو د قبر په لور تلو؛ نو په كور كې يې انږور ته ويلي وه، چې ما ته پاكې جامې را واخله چې د جمعې لمونځ ته ځم او يوه بوجۍ هم راته را واخله چې اوړه په كې راوړم. هغه وخت يوه نرۍ غوندې قحتي راغلې وه، هر څوك د اوړو په لټه كې و؛ يو وريجې ډېرې وې. كله كله به زمونږ كلي ته يو موټر اوړه راغلل
زخمي احساس
ته په ديدن د اشنا موړ نه شولېد شاعر زړه يې ځكه زوړ نه شولې چې ځان ځاني دې په كور ننوتهپښتونه بيا ته چېرې كروړ نه شولې زما د زړه په دې سړو اسوېلود باړې تود باده ته سوړ نه شولې (مالك) كه هر څو په تا توى كړې اوښكېزخمي احساسه! خو ته جوړ نه شولې
پټه
هاغه ورځ له ځان سره په زړه كى پسيده پټهخداى خبر چې بيا لېونۍ چېرته رانه تله پټهزړه دې راته مات كړ، ځواني مرګه دادې څه اوويكوم ګودر كې وايه هغه پېغله ژړېده پټه خداى شته چې مې زړه له دې نغمې سره په كډه شودا دكوم تنكي په خوله شپېلۍ نن غږېده پټهځه چې سيل لپاره اشنا لاړ د مېملې باغ ته شوڅري مې په زړه كې دمېملې د باغ رمه پټهنشته هاغه شور يې نن خپلوانه چې داڅه چل دىاوس دكونړ سيند ګوره هيڅ نه وهي چپه پټه
مستانه هلک
زه ددنګو غرو ها مستانه هلکستا دجبين خال پسې روان شومهډېرو کلي والو نجونو وويللاړمه ښارى شومه او وران شومهتاته چې نزدې شوم انګېرله مېخاوره نه يم هسک شومه اسمان شومهزړه مې د چر چڼې نه هم ووړ ،و،خومينې سره خداىګو پالوان شومه بې له سندرماره به زه څه کېدم زه چې د شپېلۍ سره لوى شوى ومزړه مې دشيشې غوندې و سپين ځکهزه سپينې ګلۍ سره لوى شوى ومغره کې به مو ځغاسته په يو ځاى کړلهزه وړې کبلۍ سره لوى شوى وم منډه کې به ولې لومړى نه ومهزه دغرو سي
د عربو پاڅون او د يهودو كډوالي
په ( 1920)، ( 1921) او ( 1929) مو كلونو كي عرب مليتونه د بالفر د تړون پر خلاف راپورته سول، او د يهودو د كورځاى د ټاكني پر ضد ئې خپل پاڅونونه پيل كړل.دا پاڅونونه عموما په بيت المقدس ، هبرون، جفا او حيفا ښارونو كي سر ته و رسېدل، ددې پاڅونونو پاڅونكي حاجي امين الحسيني د بيت المقدس مفتي، او عارف العارف چي د فلسطين يو وتلى ژورنالست و، وو.د ( 1929) كال پاڅون د عرب ? يهود د مخالف سازمان پر شاوخوا و سو، او دا پاڅون د هغې انګېزې پر اساس و سو، چي ويل به ئې يهود پلان لري چي پر خپله سيمه ديوال را
ولې دې نيمه لار کې پرېښودمه
زه دې دستړي ژوند داوښکوهار کې پرېښودمه ولې دې نيمه لارکې پرېښودمه؟ تکې تنهادې دالفت په کار کې پرېښودمه ولې دې نيمه لار کې پرېښودمه؟ اوس راته وايې چې نازونه اواداڅه کوې ژاړه بس ژاړه په ژړاوسه خنداڅه کوې ته چې رقيب سره اوږه په اوږه ګرځې اشنا زه به نونه وايم چې ګرانه ياره دا څه کوې زماپه زړه کې دې دغم ونې اوبه کړې لاړې تامې نيمګړې ارزوګانې پوره نکړې لاړې څنګه دې يوځل له شف شف خبره ووستله &nbsp
دصبر ګټه
گرانې! د تل په څېر هر وخت صبر راته گټه راکړې، خو نه پوهېږم چې په دې کې به د خداى(ج) څه حکمت و، چې د ژوند د ستر توکي په اړه مې چې د صبر او فكر كولو لاره غوره کړه او د زړه نړۍ مې د هوسا او ښکلي ژوند په هيله له ښکلا سره وتړله، نو همدا نه زغمېدونکې گټه مې وکړه چې د تل لپاره مې ته له لاسه ورکړې او د ژوند له سترو خوښيو او هوساينې بې برخې شوم.دا هم زه ښايي د ژوند تر اخري شېبې پورې هېر نه کړم، چې همدې صبر له داسې نه زغمېدونکې گټې سره د ژوند را روانو پېښو ته هيښنده کړم چې که خپله ترې ډېره گټه ونه
جينكۍ
دا څه وايي چې نشته مازيګر كې جينكۍضرور وي دهغې كلي ګودركې جينكۍډېر خوند كوي چې سره لاسونه ووځي چكر تهخوښېږي ډلې ډلې مې اختر كې جينكۍخندېږي اوخوشحاله وي چې كله ځي واده تهراواخلي سره اوشنه ټيكري په سر كړي جينكۍډېر زيات پرې خپه كېږمه، زورېږمه ملګروواښه، لرګي په سر راوړي خيبر كې جينكۍحيران شي چې يې وګوري والله دي دومره ډېرېداڅه كوي چې ګرځي په خيبر كې جينكۍقسم دى چې خپلوانه په داپورې غره كې تلراځي څنډي ګورګورې خوري سحر كې جينكۍ
موږك شېر
د لوى ښار څخه دباندي يو دره وهجوړه كړې يوه شيخ پكښي دېره وه ته پروت و په خواستونوپر سجدو به خداى ټولي شپې يې تېرولې په نفلونوكه څو د ښار پر خلكو باندي ګران ودى له خلكو راګوښه په غم د ځان ودوولس مياشتي به يې تل روژې نيولېيوه ورځ يې چا ډوډۍ نه وه ليدلېيا په ذكر يا په فكر به مشغول وپير پر هر چا باندي ګران ورته مقبول ونه يې وړلې شكرانې نه خيراتونهنه يې چا ته ورليكله تعويذونهد دعا دپاره خلك چي ورتللهپير به يو ګړى حضور ته وربللهنور نه شيخ د