شعرونه
د خيرخوا غزل
په موږ پسې چې څوک راغلــي موږ ژوندي خــــــوړلي
څوک چې د غصب مېلمستيا له دغې خاورې غواړي
نو د افغــــــــان د لاس ټکـــــــونه يـــــې تــــــندي خوړلي
زموږ په چـــــــم ګاونډ کې خلکو بل شان سپي ساتلي
سم لېـــــــوني دي زموږ يې ْډېر د ســـر سړي خـــــوړلي
له ډېره هـــــجره پس د خپــــــل کلــــــي ديــــــدن ته لاړم
خو ومـــــې نه پــــــېژنده ټول کلـــــي لوګـــــي خــــوړلي
نښـــــه کــــــه نه ده قيــــامـــــت نو ورته څـــــــه ووايـــــم
چــــــــې ګـــــېدړانو زموږ غرونو کې زمــــــري خوړلي.