سهار چـــــا وپوښتلـــــم خير خـــــو  بـــــه و؟
بېګا دې ټولــــــــــه شپـــــــه څـــــراغ بلـــــېده
ما وې هـــــو! خير و تر سهـــــــــاره ويښ وم
لکـــــه څـــــراغ مـــــې د زړه داغ بلـــــــــــــېده

هغه وې څـــــه سبب و،خـــــوب نـــــه درتلـــو
که دې شمارل په شنه آسمان کې ستــوري؟
ما وې شمارل مې نه غـــــورچاڼ مـــــې کاوه
چـــــې ترېنـــــه جـــــوړکـــــړمه د نظم تــــوري

هغه وې تـــــه تـــــورو تـــــــــه سپين لـــــټوې
خلک خـــــو تـــــورو لـــــره تــــــــــــورکار وي
مـــــاوې توپير لـــــرم هغــــــــــــــــــوى سره زه
چــــــــــې ورور لـــــپاره د خپل ورورکار وي

هغـــــه وې څـــــه ډول شعرونـــــه ليکــــــــې؟
مـــــاوې چـــــې هـــــر راز يې معنــــــا ارزوې
رباب،بلبـــــل او شاعـــــر يــــــــــــــو ډول وي
نغمـــــې يـــــې سانـــــدې کـــــه خندا ارزوې

هغـــــه وې زه يم د خنـــــــــــــــدا پلـــــــــــــــوى
ماوې خنـــــــدا او کـــــه ژړا کـــــړي شاعـــــر
دواړو کـــــې خپلـــــه لکـــــه شمع سوځــــــي
نــورو وګــــــــــړو تـــــه رڼا کـــــړي شاعــــــــــر

هغـــــه وې يعنـــــې شاعـــــران ملګـــــــــــــري
همېش د بــــــــــــل پــــــــــه زړه وينا کــــــــــوي
ماوې د بل په خوښه باندې نــــــــــــه،خــــــــــو
هـــــرڅـــــه پـــــه ګــــــــــټه د بل چــــــــــا کـــوي

هغه وې بـــــې مـــــوخـــــې د زړه پـــــــــــه وينو
څنګــــــــــه د بل د ژونـــــد سينګارکــــــــــوي؟
ماوې قلـــــم خـــــو دې لـــــيدلـــــى دى چـــــې
پــــــــــه خپلــــــــــو  وينو د بل کار کــــــــــــوي

هغــــــه وې هـــــرڅـــــه دې منم خـــــــــــو تر بل
ښايي لومړى خپل ژوند انسان جــــــوړکړي
ما ويل نـــــــــه ښه انسان هاغــــــه وي چــــــې
خپل ژوندون هېرکړي،خو جهان جوړکــړي

هغـــــه وې ستـــــا نظر مـــــــــې ډېر خوښ شو
ستـــــا د سپېڅلـــــي نېت ستاينـــــه کــــــــوم
مــــــا ويل زه شيرين زوى هم پــــــــــه مينـــــه
درنـــــه د زړه تـــــل نـــــه مننـــــه کــــــــــــــــــــوم

پېښور-دزمري شلمه-١٣٨٣لمريز

 

شهزاده شيرين زوى له نصرت الله الهام سره په کابل کې