زه مينه غواړم ته غوسه راکـوې
جانانه کلــــه بــه بوسه راکــــوې؟
نن دې لــه دره بېنــوا نـــه ځــــــمه
نن به دې شونډې په مزه راکوې
رحمت گل وقار د سوات په مدين کې

07.08.2008
- sapand
سهار چـــــا وپوښتلـــــم خير خـــــو بـــــه و؟بېګا دې ټولــــــــــه شپـــــــه څـــــراغ بلـــــېدهما وې هـــــو! خير و تر سهـــــــــاره ويښ وملکـــــه څـــــراغ مـــــې د زړه داغ بلـــــــــــــېده
هغه وې څـــــه سبب و،خـــــوب نـــــه درتلـــوکه دې شمارل په شنه آسمان کې ستــوري؟ما وې شمارل مې نه غـــــورچاڼ مـــــې کاوهچـــــې ترېنـــــه جـــــوړکـــــړمه د نظم تـــ...
06.10.2008
- sapand
هغه يو ښکلي دوکان ته ورننوت ، دوکان له ښيښو جوړ و او يوه نجلۍ پکې دوکانداره وه ، د هلک د ورننوتلو سره نجلۍ په مسکا وپوښتل .
- ستاسې سي ډي پکار ده ؟
هلک چې دا ډول مسکا هيڅ نه وه ليدلې د نجلۍ دښکلا تر تاثير لاندې راغى ، په لړزېدلي غږ يې وويل :
- هو !! زما سي ډي پکار ده .
هلک يوه سي دي راپورته کړه هغې ورته وويل :
پوښ کې يې درته بنده کړم؟
هلک هم غوښتل چې لږه شېبه نور وځنډېږي ؛ نو يې ورته وويل :
- بلې !! په پوښ کې يې واچوه .
هغه د ميز تر شا پناه شوه او سي ډي يې په پوښ کې واچوله ، هلک س...