د جاوید واک لخوا خپرې شوې لیکنې


شعرونه

  شعرونه : لا هم په زړه کې هره شپه د يو چا د ياد پر مزار د اوښکو ډېوې بلې ساتم ******************************   يو مې ملامتوي يو مې ستاينه کوي مينې څه کانې دې وکړې *****************************   هاچا رښتيا ويلي چې داغ پر سپينه لمن ژر لږېږي زه هم سپيڅلی ومه په يوه سپېڅلي کار کې خو ستا بر داشت غلط وو **************************

12.05.2012 جاوید واک

ښکلي د زړونو سوداګر دي زړونه پلوري پېري/ واک

  يو نوی غزل: د لر او بر د پيوستون د پاره يې جنګ کړی دی دا زلمی څوک دی دايې څه په نره ننګ کړی دی ښکلي د زړونو سوداګر دي زړونه پلوري پېري زمونږ نو کله اخلي! زموږ زړونو خو زنګ کړی دی څه د حالاتو ژرندې دل کړل، څه ځوانۍ وخوړل دې ګلابونو خو له خپل ښايسته رنګ کړی دی هغه ده توره يې په سرو وينو رنګينه راوړه  دې د خوشال بچي ګذار بيا په اورنګ کړی دی هغه چې سختو مرحلو کې مو هم زړونه پالل هغ

12.05.2012 جاوید واک

ګلابه ستا څپې څپې ښايست مې دوايي/ واک

  غزل ستا شونډې او زما د زړه پرهر، په وينو رنګ جانانه دلته هر څه دي اکثر، په وينو رنګ   خطا وکړه يو څو تير اندازانو په احد کې نو ځکه شو لښکر د پيغمبر، په وينو رنګ   ستا شوخ او عشقي حسن او زما مسته ځواني يرېږم نشي دغه مازيګر، په وينو رنګ   وعده ده، خپلوم دې تر اټک سپېڅلې خاورې اړتيا که شوه، نو هم به کړم خنجر، په وينو رنګ   ستا شوخ نظر زما د زړه غوښتنې ته دېوا

08.05.2012 جاوید واک

خاموشي ـــ ازاد شعر / واک

  خاموشي: اوف!  بيا مې زړګی ستا د ياد په سمندر کې ډوب دی .......................... خاموشي ده ښه مدهوشه خاموشي زما خونه چت کې سپين ځړيدلی ګروپ مخامخ په ټلويزون د (دړکن) فيلم خو اواز يې بند دی چې مزاحم نشي زه يم لګيا ستا د ښايست په دنيا دا خپل هنر پخوم پر تا غزل ليکمه د شعر هر توری مې ستا له ښکلا مالامال دی لا

08.05.2012 جاوید واک

ته زما په زړه او زه دا ستا په زړه/ واک

  غزل ته زما په زړه او زه دا ستا په زړه خار يو د دې دوه پيسو دنيا په زړه   داسې چې ماتېږم او ژړېږمه بيا دې نوم راوورېد زما په زړه   نور په هر يو کار کې مشوره منم نه کومه مينه د هيچا په زړه   بيا د استعمار نشه کې غرق يو څوک اچوي بمونه د اسيا په زړه   ووايه رازونه د زړه ووايه مه پرېده غمونه د سبا په زړه 

08.05.2012 جاوید واک

وخت وو چې په سترګو کې دې پروت ومه/ واک

  غزل: پل دې وم پر لاره درنه پاتې شوم پرې دې ښودم ياره درنه پاتې شوم   وخت وو چې په سترګو کې دې پروت ومه وخت شو چې له ډاره درنه پاتې شوم   نور به د هيچا سترګو ته نه ګورم نور خو ژونده خواره درنه پاتې شوم   ستا په ښايستونو

08.05.2012 جاوید واک

ستا د ګل ښايست په هره پاڼه کې مې ځان ليده/ واک

  غزل: اوس له خپل وجوده دومره لرې شوم، چې ورک شوم اوس له يوه موجوده دومره لرې شوم، چې ورک شوم   خدايه ستا د ذات په لټون پسې راوتی وم زه له هست او بوده دومره لرې شوم چې ورک شوم   ستا د ګل ښايست په هره پاڼه کې مې ځان ليده اوس له دې حدوده دومره لرې شوم چې ورک شوم   وخته ناځواني به دې په ټول عمر کې ياد ساتم وخته ستا له جوده دومره لرې شوم چې ورک شوم   نور به په ا

08.05.2012 جاوید واک

ازاد نظم ( د یوې پېغلې د ژوند د تریخې کيسې پر تاثر مې دا کرښې ليکلي)/ واک

  (( د يوې پېغلې د ژوند د تريخې کيسې پر تاثر مې دا کرښې ليکلې....)) ازاد نظم: اوس بيخې يوازې نه يم اوس مې ښه ډېر دي ملګري اوس له هر يوه خوند اخلم اوس مو نشته څوک څارګري اوس هغه سپېڅلی نه يم اوس په ټول ښار کې بلد يم او د ښار د فاحشو نمبرې زما موبايل کې ثبت دي اوس بدکار يم خطا کار يم اوس مې ژوند دی پېژندلی اوس په خلکو پسې خاندم چې زما په څېر د

08.05.2012 جاوید واک

څو لنډ، لنډ شعرونه...../ واک

څو لنډ لنډ شعرونه........ بدلون: زه اوس له هر بدلون نه کرکه لرم څنګه چې ته بدل شوې همداسې زه بدل شوم   اس ام اس: نور اس ام اس هم درته نه کومه ته يې لوستلای نشې د تليفون ښيښه دې زما د زړه په څېر ذرې ذرې ده   سيوری: نن د لمر رڼا بې خونده ده

28.04.2012 جاوید واک

ورپسې ګرځمه يو چانه رانه غلا کړی نظر/ واک

  غزل ورپسې ګرځمه، يو چا رانه غلا كړى نظر زړه راته ورو شان وويل، تا رانه غلا كړى نظر   په يو سړي پسې ګرځېږم رانه ورك دى څۀ وخت د يو سړي په سر دنيا رانه غلا كړى نظر   زما په سر يې لوبې كړي، بيا يې هم ستايمه دا عجيبه ده دې باچا رانه غلا كړى نظر &nbsp

24.04.2012 جاوید واک

لږ د زندګۍ لومه کې بند یمه/ واک

غزل لږ د زندګۍ لومه كې بند يمه ډېر دزندګۍ لومه كې بند يمه   ته د پېغلتوب لومه كې بنده يې زه مې د ځوانۍ لومه كې بند يمه   اوس به څنګ ته  نه درځمه خير دى اوس د رسوايۍ لومه كې بند يمه   ته راته بيا نوې حادثه ګورې زه د پرونۍ لومه كې بنديمه   ورور مې يې عزيز مې يې نور غلى شه ستا د دښمنۍ لومه كې بند يمه   ژوند يم دافغان يمه ارزان يمه ز

24.04.2012 جاوید واک

نه نفرتونه درنه لاړل او نه مينه شولې/ واک

  غزل نه نفرتونه درنه لاړل او نه مينه شولې اوس دښمني شولې زمونږ ه ترمنځ وينه شولې   موږ خو د عشق په مذهب باندې ايمان درلوده ولې منکر جانانه ته له خپله دينه شولې   چې يارانه وه نو مزې به وې د دواړو نصيب چې تهمت راغی زه پيغور شوم او ته سپينه شولې   زړه لکه موم وې چې په مازې خبر ډېر ځورېدې اوس ولې کلک شوې سم پارچه شوې ډبرينه شولې   د هجر دور کې دې ياد د اور په

24.04.2012 جاوید واک

يو پخوانی شعر/ واک

غزل نن بيا ليوني شوي يو د رنګ پــــــــــــــــــه ښايستونو بلا اورونه پورې شه د جنګ په ښـــــــــــــــــــايستــونو   د سوال په نامه لاړ شو او د ستـــــــــــرګو نظر مات كړو يو څه به ځان سمبال كړو د ملنګ پــــــــــه ښايستونو   سينې ته به دې ګرانې د اسمان ستوري امېــــل كړم اورونه لګيدلي د لونګ پـــــــــــــــــــــــــــــه ښايستونو   راځه چې زندګي وسېزو ټوله يې ايـــــــــــــــــــــره كړو

24.04.2012 جاوید واک

انسان/ ازاد شعر/ واک

 انسان: ماته د نني انسان او زمونږ د ښار د سپيو تر منځ يو عجيبه توپير له ورايه ښکاري زمونږ د ښار سپي چې څومره وږي شي وړۍ اچوي په ډېرانونو ګرځي د ديواله سيوري ته که خپله ساه هم ورکړي خو خپل همنوع باندې چک نه لګوي خو ننی انسان چې لږ وږی شي نو په هماغه ساعت د خپلو ورونو غوښي خوري او خاندي ....... واک  

24.04.2012 جاوید واک

جانانه پام چې دا کچه ځواني دې خاورې نشي/ واک

  غزل له مړو مو زده كړې دژونديو دبقا لارې وخت راته بندې كړې دنيا كې ددنيا لارې   ګوره دې كلي كې به خود وي دښايست قافلې ورته له هر لوري راغلي د ښكلا لارې   داعجيبه ده دابه چرته ځو ملګرو راشئ په كومو سر يو راته ښكاري معما لارې   جانانه پام چې داكچه ځواني دې خاورې نه شي په مخه وانخلې مغروره دجفا لارې   دلته دهر يوه راتګ خدايه په زور شوى دى وروسته په دوى

15.04.2012 جاوید واک

زماباور و چې زما دزړه غوښتنه منې/ واک

  غزل ومه لوېدلى او يو چاله لاسه ونيولم يم خوش قسمته دااشنا له لاسه ونيولم   زماباور و چې زما دزړه غوښتنه منې داچې په مينه دې بيا بيا له لاسه ونيولم   ګرانې شفق شوې زما دې پيكه پيكه ژوندون ته نن شپه يوازې وم چې تا له لاسه ونيولم   له يولمرمخي پوروړى يم چې توره شپه كې لكه سپوږمۍ يې ترسبا له لاسه ونيولم   لږ څه مې بيا امېد پيداشو دژوند دغه پوړ كې دعشق

15.04.2012 جاوید واک

وجود وو سست د زړه درزا وه په لومړي ملاقات/ واک

  غزل وجود وو سست د زړه درزا وه په لومړي ملاقات زه وارخطا دا وارخطا وه په لومړي ملاقات   زمان وو کم خبرې ډېرې د لفظونو کمی راته حيرانه دا دانيا وه په لومړي ملاقات   څه خواهشات وو له يو بله خو پوره نشولو واقع تر منځه مو حيا وه په لومړي ملاقات   د مينې زور وو د دوه زړونو وې غوښتنې ډېرې څه رنګينه غوندې فضا وه په لومړي ملاقات   واک او اختيار زمونږه خپل وو چې هر

15.04.2012 جاوید واک

فطرت لرم د مينې انسانیت مې تقاضا ده/ واک

  غزل يو څوك مې يادوي او د يو چا په زړه كې اوسم ژوندۍ يمه په دې چې ګلې ستا په زړه كې اوسم   نن اوښكې را تويېږي، طوفانونه را روان دي د دې وطن د هر غريب ګدا په زړه كې اوسم   فطرت لرم د مينې انسانيت مې تقاضا ده پښتون يم، بختور يم د دنيا په زړه كې اوسم   زموږ د خلكو څومره عملونه وراسته شوي ثواب ومه راغلى، د سزا په زړه كې اوسم   ته مينه يې ښكلا يې د فطرت د كرشمو

09.04.2012 جاوید واک

د انسانیت د فلسفې له لارويو نه ځار/ واک

  غزل ستا دنظر دكراماتو له تاثيره وځي زما دزړه اواز چې داسې بې تدبيره وځي   عشقه د حسن تابعدار يم،مېنه هم پېژنم خو دبېلتون درد مې هر وخت د ملا له تيره وځي   د ژوندانه د دې لمحو حساب به كېږي اخر دا چې لمبې زموږ له خونو بې تقصيره وځي   اى خلكو! ولې سلامت ملامت نه پېژنئ؟ ګناه پاچا وكړي سزا يې له وزيره وځي   موږ له نړۍ سره په تګ كې داسې پاتې  يو اوس

09.04.2012 جاوید واک

ستا د تهمت بار په غاړه اخلمه/ واک

  غزل: ستا د تهمت بار په غاړه اخلمه دغه افتخار په غاړه اخلمه   نور دې انتظار کې ورځې شمارمه پس له دې دا کار په غاړه اخلمه   ستا د ناکردو هره سزا به خير زه لکه خونخوار په غاړه اخلمه   ځمه نن د زړونو جواري کوم نن دغه قمار په غاړه اخلمه   بيا دې سوځومه ژړومه دې بيا دې لږ ازار په غاړه اخلمه   څه وکړم دوستۍ کې دې راګېر يمه اوس

09.04.2012 جاوید واک

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more