غزل:

اوس له خپل وجوده دومره لرې شوم، چې ورک شوم

اوس له يوه موجوده دومره لرې شوم، چې ورک شوم

 

خدايه ستا د ذات په لټون پسې راوتی وم

زه له هست او بوده دومره لرې شوم چې ورک شوم

 

ستا د ګل ښايست په هره پاڼه کې مې ځان ليده

اوس له دې حدوده دومره لرې شوم چې ورک شوم

 

وخته ناځواني به دې په ټول عمر کې ياد ساتم

وخته ستا له جوده دومره لرې شوم چې ورک شوم

 

نور به په اسانه د زړه واک چاته ونه سپارم

نور له دې سعوده دومره لرې شوم چې ورک شوم