غزل:

پل دې وم پر لاره درنه پاتې شوم

پرې دې ښودم ياره درنه پاتې شوم

 

وخت وو چې په سترګو کې دې پروت ومه

وخت شو چې له ډاره درنه پاتې شوم

 

نور به د هيچا سترګو ته نه ګورم

نور خو ژونده خواره درنه پاتې شوم

 

ستا په ښايستونو کې چې ورک شومه

ستا د زړه لپاره درنه پاتې شوم

 

واک وومه مزه د زندګۍ مې وې

ګل ومه بهاره درنه پاتې شوم