غزل

ته زما په زړه او زه دا ستا په زړه

خار يو د دې دوه پيسو دنيا په زړه

 

داسې چې ماتېږم او ژړېږمه

بيا دې نوم راوورېد زما په زړه

 

نور په هر يو کار کې مشوره منم

نه کومه مينه د هيچا په زړه

 

بيا د استعمار نشه کې غرق يو څوک

اچوي بمونه د اسيا په زړه

 

ووايه رازونه د زړه ووايه

مه پرېده غمونه د سبا په زړه