خاموشي:
اوف!
بيا مې زړګی
ستا د ياد
په سمندر کې
ډوب دی
..........................
خاموشي ده
ښه مدهوشه خاموشي
زما خونه
چت کې
سپين ځړيدلی ګروپ
مخامخ
په ټلويزون د (دړکن) فيلم
خو اواز يې بند دی
چې مزاحم نشي
زه يم لګيا
ستا د ښايست په دنيا
دا خپل هنر پخوم
پر تا غزل ليکمه
د شعر هر توری مې ستا له ښکلا مالامال دی
لا خاموشي ده
خو ما مې
لا خپل غزل هم پوره کړی نه دی
لا هم
په فکر کې يم
چې دې د مخ ښکلا
له کوم شي سره تشبه کړم
ته د هيچا په رنګ نه يې
هيڅوک ستا په رنګې نه دي
د سپوږمۍ په شان هم نه يې
لا ښايسته يې، لا ښايسته يې
د ګل رنګ هم ستا پر وړاندې
بې ارزښته او بې خونده
خو حيران يم چې دا
غېږه کې پرته خاموشي
مې څوک را ماته نکړي
هر څه به ګډوډ شي
او دا هنر به مې نيمګړی او خپه غوندې شي
په دېواله
د ځړيدلي سات
د ثانيګر اواز هم ورو ورو خېژي
ما مې په زړه لاس ايښی
زما د زړه درزا
او
د راځوړند سات
ګرځېدل
ښه ډېر توپير لري
لا خاموشي ده
لا مې پام بل طرف ته نه اوړي
لا ستا په اړه په سوچو کې ډوب يم
خو
يو بدرنګه اواز
يو بد پسنده اواز مې
ټول راټول کړی خيال
په زوره يووړ
لاندې کوڅه کې
وږي سپي غاپي
ښايي ډوډۍ نلري
او وږي شوي به وي
خو
هغوی نه پوهېږي
په دې بدرنګه دنيا
او خود پسنده دنيا
که هر څو چغې وکړي
څوک دې غږ نه اوري، احوال دې نه اخلي
لاړه زما خاموشي
يوه وږي سپي يووړه
او زما هنر يې راته مات غوندې کړ
دا بحروبر يې راته مات غوندې کړ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
واک