غزل

ستا شونډې او زما د زړه پرهر، په وينو رنګ

جانانه دلته هر څه دي اکثر، په وينو رنګ

 

خطا وکړه يو څو تير اندازانو په احد کې

نو ځکه شو لښکر د پيغمبر، په وينو رنګ

 

ستا شوخ او عشقي حسن او زما مسته ځواني

يرېږم نشي دغه مازيګر، په وينو رنګ

 

وعده ده، خپلوم دې تر اټک سپېڅلې خاورې

اړتيا که شوه، نو هم به کړم خنجر، په وينو رنګ

 

ستا شوخ نظر زما د زړه غوښتنې ته دېوال

دی ځکه مې د هيلو هر لښکر، په وينو رنګ

 

ګلابه ستا څپې، څپې ښايست مې دوايي

ګلابه له ازغو مې د زړه سر، په وينو رنګ

 

دا واک دا يې حالات او دا تر نيمو شپو ناستی

ځوريږي چې تر څو وي لر او بر، په وينو رنګ