يو نوی غزل:
د لر او بر د پيوستون د پاره يې جنګ کړی دی
دا زلمی څوک دی دايې څه په نره ننګ کړی دی
ښکلي د زړونو سوداګر دي زړونه پلوري پېري
زمونږ نو کله اخلي! زموږ زړونو خو زنګ کړی دی
څه د حالاتو ژرندې دل کړل، څه ځوانۍ وخوړل
دې ګلابونو خو له خپل ښايسته رنګ کړی دی
هغه ده توره يې په سرو وينو رنګينه راوړه
دې د خوشال بچي ګذار بيا په اورنګ کړی دی
هغه چې سختو مرحلو کې مو هم زړونه پالل
هغه ناځوان رانه په نه خبره څنګ کړی دی
واکه زړګی وو لکه غر، لکه هندارې په شان
اوس د چا غم مات کړی پروت دی اوس يې شرنګ کړی دی
08.05.2012
- جاوید واک
غزل
ستا شونډې او زما د زړه پرهر، په وينو رنګ
جانانه دلته هر څه دي اکثر، په وينو رنګ
خطا وکړه يو څو تير اندازانو په احد کې
نو ځکه شو لښکر د پيغمبر، په وينو رنګ
ستا شوخ او عشقي حسن او زما مسته ځواني
يرېږم نشي دغه مازيګر، په وينو رنګ
وعده ده، خپلوم دې تر اټک سپېڅلې خاورې
اړتيا که شوه، نو هم به کړم خنجر، په وينو رنګ
ستا شوخ نظر زما د زړه غوښتنې ته دېوا...
12.05.2012
- جاوید واک
شعرونه :
لا هم په زړه کې
هره شپه
د يو چا د ياد پر مزار
د اوښکو ډېوې بلې ساتم
******************************
يو مې ملامتوي
يو مې ستاينه کوي
مينې څه کانې دې وکړې
*****************************
هاچا رښتيا ويلي
چې داغ پر سپينه لمن
ژر لږېږي
زه هم سپيڅلی ومه
په يوه سپېڅلي کار کې
خو ستا بر داشت غلط وو
**************************...