شعرونه :
لا هم په زړه کې
هره شپه
د يو چا د ياد پر مزار
د اوښکو ډېوې بلې ساتم
******************************
يو مې ملامتوي
يو مې ستاينه کوي
مينې څه کانې دې وکړې
*****************************
هاچا رښتيا ويلي
چې داغ پر سپينه لمن
ژر لږېږي
زه هم سپيڅلی ومه
په يوه سپېڅلي کار کې
خو ستا بر داشت غلط وو
**************************
ما چې د خپل زړه کيسه
هر چاته کړې
يوه نرۍ موسکا
ورسره سوړ اسويلی
يې دی له خولې وتلی
او
دروند سکوت يې کړی
12.05.2012
- جاوید واک
يو نوی غزل:
د لر او بر د پيوستون د پاره يې جنګ کړی دی دا زلمی څوک دی دايې څه په نره ننګ کړی دی ښکلي د زړونو سوداګر دي زړونه پلوري پېري زمونږ نو کله اخلي! زموږ زړونو خو زنګ کړی دی څه د حالاتو ژرندې دل کړل، څه ځوانۍ وخوړل دې ګلابونو خو له خپل ښايسته رنګ کړی دی هغه ده توره يې په سرو وينو رنګينه راوړه دې د خوشال بچي ګذار بيا په اورنګ کړی دی هغه چې سختو مرحلو کې مو هم زړونه پالل هغ...
12.05.2012
- جاوید واک
غزل
دايې خبره د خپل ژوند او ستا د ژوند کړې وه
که رسوايي په ټول مالت کې دې دردمند کړې وه
مونږ ته به مينه څه اسانه ښکارېدله اول
موږ ته خبر چا نه د دار او نه د بند کړې وه
ما مې ملګرو ته هم نه ويلې غلی وم خو
ټوله کيسه مې عادتونو بند په بند کړې وه
هغه دې ياد شي چې زړګې مې درته مخکې کېښود
هغه دې ياد شي چې خندا دې په خوند خوند کړې وه
تانه که هر څوک...