غزل
دايې خبره د خپل ژوند او ستا د ژوند کړې وه
که رسوايي په ټول مالت کې دې دردمند کړې وه
مونږ ته به مينه څه اسانه ښکارېدله اول
موږ ته خبر چا نه د دار او نه د بند کړې وه
ما مې ملګرو ته هم نه ويلې غلی وم خو
ټوله کيسه مې عادتونو بند په بند کړې وه
هغه دې ياد شي چې زړګې مې درته مخکې کېښود
هغه دې ياد شي چې خندا دې په خوند خوند کړې وه
تانه که هر څوک وو ورک شوی په کيسو کې د ژوند
ما مې د شعر هره وينا ستا په اړوند کړې وه
واکه همدا لاره دې سمه ده او نېغ پرې ورځه
دغه خبر راته يو دوست يوه دلبند کړې وه
12.05.2012
- جاوید واک
شعرونه :
لا هم په زړه کې
هره شپه
د يو چا د ياد پر مزار
د اوښکو ډېوې بلې ساتم
******************************
يو مې ملامتوي
يو مې ستاينه کوي
مينې څه کانې دې وکړې
*****************************
هاچا رښتيا ويلي
چې داغ پر سپينه لمن
ژر لږېږي
زه هم سپيڅلی ومه
په يوه سپېڅلي کار کې
خو ستا بر داشت غلط وو
**************************...
12.05.2012
- جاوید واک
څلور بیتونه:
ستا چې دښايست خبرې ولاړي شي
هله به بيا دا كوڅې وزګاري شي
مه ګوره اشنا راته په برند نظر
هسې نه چې سترګې دې خونكاري شي
دا څنګه قسمت دى خدايه زما په سر
زما مخ كې پېداشي بياسرلاري شي
شتونه ته مواړتياده په دې سيمه كې
هسې نه داخلك موبې لاري شي
...