(( د يوې پېغلې د ژوند د تريخې کيسې پر تاثر مې دا کرښې ليکلې....))
ازاد نظم:
اوس بيخې يوازې نه يم
اوس مې ښه ډېر دي ملګري
اوس له هر يوه خوند اخلم
اوس مو نشته څوک څارګري
اوس هغه سپېڅلی نه يم
اوس په ټول ښار کې بلد يم
او د ښار د فاحشو
نمبرې زما موبايل کې ثبت دي
اوس بدکار يم خطا کار يم
اوس مې ژوند دی پېژندلی
اوس په خلکو پسې خاندم
چې زما په څېر دوی نه دي
اوس په تېر ژوند پښېمان يم
چې مې وخت وو ضايع کړی
د ژوند خوند مې څکلی نه وو
زړه مې هسې وو خوړلی
دا دی بيا غرمه پخه شوه
هاغې سپينې زنګ وهلی
دا دی بيا يو کار کومه
بيا دوه زړونه خوشاليږي
دغه سپينه زمونږ د ښار
تر ټولو وتې فاحشه ده
هم ښايسته ده هم خوږه ده
هم په فيس کې مناسبه
بختور دي چې د دې غېږې ته رسي
ځينې ځينې د پيسو په زور ور رسي
زما پيسې هم ډېرې نه دي
خو د دواړو کيسه يوه ده
دا نو ځکه زما و د سپينې
دومره کلکه يارانه ده
هله بل موبايل مې څه شو
خود مسيج به وی راغلی
هغه بله به څه وايي
اوف هغې سره مې هم کړې وعده ده
دادی هغې لېونۍ هم زنګ وهلی
يو مسيج يې راته پريښې
نو نن شپه به هلته ورشم
ښه ګناه به دواړه وکړو
لکه غرونه لکه دا روان سيندونه
دادی نن مې هم کار وشو
شکر دوه ځايو ته ځمه
په ډک زړه ګناه کومه
د چا زړه خوشالومه
د نن غم راسره نشته
سبا هم خدای مهربان دی
هسې هم تر بلې ورځې
نورې نورې پيدا کېږي
دامې ژوند دی دا مې حال دی
اوس نو ښه پکې خوشال يم
اوس د ښار د خطا کارو سره يار يم
څه شراب دي، شپه تر سهاره
د قيلون دوکان ته هم ځو
ورځ تر بلې مو کړۍ پسې غټېږي
دا غم نشته چې به وړاندې نور څه کېږي
همدا ورځې دي تيريږي
غرونه زړونه خوشاليږي
د دنيا په غم کې نه يو
هر څه خپله را رسېږي
بيا سهار شو، بيا د چا په زنګ راويښ شوم
هله سپينه ده مسيج يې راته کړی
(( نن يو نوی کس راغلی
زما او ستا کيسه پرې شوې
بس نو راشه، چې مزې وکړې ښې ډېرې
زه به هم کړمه پيسې ډېرې راټولې))
بيا غرمه شوه، ور روان شوم
ساه مې لنډه لنډه کېږي
نن څه بل ډول ښکارېږم
وايم نوی کس به څوک وي
نن کوڅه هم ده خاموشه
د چا غږ هم پکې نشته
تګ راتګ هم ډېر کم شوی
زه به ډېرې مزې وکړم
دا دی ننوتم سرای ته
د هغې سپينې دېرې ته
هر څه بل رنګ بل رنګ ښکاري
يوه چټه پېغله ناسته
د سپينۍ د کټ په پښو کې
ټوله ريږدي، ټول وجود يې سور اوښتی
زړه يې کېږي، چې را غاړې وځي ماته
د راتګ مې ترې پوښتنه اول وکړه
دا شروع شوه راته وايي، د زړه سره
(( يوه پېغله وم سپېڅلی ژوند مې کار وو
په هرګام د خپل عزت پام راسره وو
د ټول ښار د ټول مالت پام راسره وو
د يو ځوان او د انسان مينه ګېر شوم
هر ساعت به يې د ګرانښت خبرې کړلې
ما هم سوچ کاوه چې ډېره يې يم خوښه
خو په نيمه لار يې پرېښوم، او عزت يې راله لوټ کړ
په بېرون کې مې ځای نه وو
بله لار راسره نه وه
کور ګاونډ کې وم بدنامه
چا رشته نه رالېږله
نورې لارې مې وې بندې
چا د دې ځای پته راکړه))
زه هم موسک شوم
هم مې سترګو کې د اوښکو سيلاب راغی
ورنږدې شوم
له لاسو مې کړه را ټينګه
ښه په کړس مو خندا وکړه
سپينه خاندي، زه هم خاندم او
دا چټه پېغله هم ډېره موسکۍ ده
نن مو هم ښه ګناه وکړه
نن مو هم ښه خطا وکړه
مونږه ټول د يوې لارې لارويان وو....
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
واک