څو لنډ لنډ شعرونه........
بدلون:
زه اوس له هر بدلون نه کرکه لرم
څنګه چې ته بدل شوې
همداسې زه بدل شوم
اس ام اس:
نور اس ام اس هم درته نه کومه
ته يې لوستلای نشې
د تليفون
ښيښه دې
زما د زړه په څېر ذرې ذرې ده
سيوری:
نن د لمر رڼا
بې خونده ده
ماته مې خپل سيوری
په ځمکه
تت غوندې ښکاري
ژوند:
د سهار له مانځه وروسته
د يو چا په نوم
د ورځې پيلول دي
د يو چا په نوم
د خپل زړه وينې څښل دي
د يو چا له غاړې لاس راتاوول دي
همدا ژوند دی
ما لا تر اوسه بل څه نه دي کړي
سيند:
زه نور
د سيند غاړې ته نه ورځمه
ماته مقتل د موجوداتو ښکاري
پروسکال دا وخت
مونږ ماهيان پکې نيول
سږ کال دا وخت
پکې
اوبو راوړي مړي نيسو
سات(ساعت):
له مرګه ولې ډارېږو
د ثانيګر
له هر ټک سره
زمونږ د عمر يوه
حصه مري
له مرګه مه تښتئ
(واک)