غزل
نه نفرتونه درنه لاړل او نه مينه شولې
اوس دښمني شولې زمونږ ه ترمنځ وينه شولې
موږ خو د عشق په مذهب باندې ايمان درلوده
ولې منکر جانانه ته له خپله دينه شولې
چې يارانه وه نو مزې به وې د دواړو نصيب
چې تهمت راغی زه پيغور شوم او ته سپينه شولې
زړه لکه موم وې چې په مازې خبر ډېر ځورېدې
اوس ولې کلک شوې سم پارچه شوې ډبرينه شولې
د هجر دور کې دې ياد د اور په څېر سېځلم
د وصل دور کې سړه شولې واورينه شولې
واکه د ژوند يوه کيسه وې خو ترخه ښکارېدې
اوس دې چې لولو نوله شاتو نه شېرينه شولې
24.04.2012
- جاوید واک
غزل
نن بيا ليوني شوي يو د رنګ پــــــــــــــــــه ښايستونو
بلا اورونه پورې شه د جنګ په ښـــــــــــــــــــايستــونو
د سوال په نامه لاړ شو او د ستـــــــــــرګو نظر مات كړو
يو څه به ځان سمبال كړو د ملنګ پــــــــــه ښايستونو
سينې ته به دې ګرانې د اسمان ستوري امېــــل كړم
اورونه لګيدلي د لونګ پـــــــــــــــــــــــــــــه ښايستونو
راځه چې زندګي وسېزو ټوله يې ايـــــــــــــــــــــره كړو...
24.04.2012
- جاوید واک
غزل
لږ د زندګۍ لومه كې بند يمه
ډېر دزندګۍ لومه كې بند يمه
ته د پېغلتوب لومه كې بنده يې
زه مې د ځوانۍ لومه كې بند يمه
اوس به څنګ ته نه درځمه خير دى
اوس د رسوايۍ لومه كې بند يمه
ته راته بيا نوې حادثه ګورې
زه د پرونۍ لومه كې بنديمه
ورور مې يې عزيز مې يې نور غلى شه
ستا د دښمنۍ لومه كې بند يمه
ژوند يم دافغان يمه ارزان يمه
ز...