غزل
نن بيا ليوني شوي يو د رنګ پــــــــــــــــــه ښايستونو
بلا اورونه پورې شه د جنګ په ښـــــــــــــــــــايستــونو
د سوال په نامه لاړ شو او د ستـــــــــــرګو نظر مات كړو
يو څه به ځان سمبال كړو د ملنګ پــــــــــه ښايستونو
سينې ته به دې ګرانې د اسمان ستوري امېــــل كړم
اورونه لګيدلي د لونګ پـــــــــــــــــــــــــــــه ښايستونو
راځه چې زندګي وسېزو ټوله يې ايـــــــــــــــــــــره كړو
يو څو شېبې به خوند واخلو د بنګ پــــــه ښايستونو
چې ټيټ يې وي هسك سر نو د هغه ژوندون مانا څه
خو خداى مه كړه چې دا راشي د دنګ په ښايستونو
24.04.2012
- جاوید واک
انسان:
ماته
د نني انسان
او زمونږ د ښار د سپيو
تر منځ
يو عجيبه توپير له ورايه ښکاري
زمونږ د ښار سپي چې څومره وږي شي
وړۍ اچوي
په ډېرانونو ګرځي
د ديواله سيوري ته
که خپله ساه هم ورکړي
خو خپل همنوع باندې چک نه لګوي
خو
ننی انسان
چې لږ وږی شي
نو په هماغه ساعت
د خپلو ورونو غوښي خوري او خاندي
....... واک
...
24.04.2012
- جاوید واک
غزل
نه نفرتونه درنه لاړل او نه مينه شولې
اوس دښمني شولې زمونږ ه ترمنځ وينه شولې
موږ خو د عشق په مذهب باندې ايمان درلوده
ولې منکر جانانه ته له خپله دينه شولې
چې يارانه وه نو مزې به وې د دواړو نصيب
چې تهمت راغی زه پيغور شوم او ته سپينه شولې
زړه لکه موم وې چې په مازې خبر ډېر ځورېدې
اوس ولې کلک شوې سم پارچه شوې ډبرينه شولې
د هجر دور کې دې ياد د اور په...