غزل

لږ د زندګۍ لومه كې بند يمه

ډېر دزندګۍ لومه كې بند يمه

 

ته د پېغلتوب لومه كې بنده يې

زه مې د ځوانۍ لومه كې بند يمه

 

اوس به څنګ ته  نه درځمه خير دى

اوس د رسوايۍ لومه كې بند يمه

 

ته راته بيا نوې حادثه ګورې

زه د پرونۍ لومه كې بنديمه

 

ورور مې يې عزيز مې يې نور غلى شه

ستا د دښمنۍ لومه كې بند يمه

 

ژوند يم دافغان يمه ارزان يمه

زه د يوې مرمۍ لومه كې بنديمه

 

واك به د زړګي اوس ورسپارم ضرور

اوس د يوې جينۍ لومه كې بنديمه