د جاوید واک لخوا خپرې شوې لیکنې
د فضل الربي رستم پر یوه نظم څو خبرې/ لیک : واک
د فضل الربي رستم پر يوه نظم څو خبرې: ليک: جاوید واک که اوسنۍ نړۍ ته وګورو، د ژوند ټولې برخې د تخنيک، تجربو او ... پر اساس ښې پر مخ ځي. زما او ستا په زمانه کې تر ډېره هڅه کېږي، چې هر شی سړی هغسې بيان کړي، چې ورته ښکاري، يا پرې تېر شوي وي او يا هم په اصلي ژوند کې څنګه ورسره مخ کېږو. دغه چاره په ادبياتو کې هم تر ډېره راننوتلې او د دغې برخې پوهان وايي، چې هر هغه شی چې د خپلو تجربو او په خپلو سترګو له ليدو وروسته بيان کړې نو په سام
افغانستان او لس (10) سياسي انګېرنې/ ژباړه: واک
افغانستان او لس (10) سياسي انګېرنې: ليكوال: جاناتان سټېل، سرچينه (ګارډين ورځپاڼه-27-11-2011) دري ژباړه: صديق رهپو طرزى- دعوت ويبپاڼه/ پښتو ژباړه: جاويد واك افغانستان له سكندره نيولې تر دې مهاله د بهرنيو ځواكونو هديره پاتې شوې. افغانستان د تاريخي شاليد
ژوند خو محدود دی ژوند نو چا ویل چې حدود نلري/ واک
غزل ژوند خو محدود دی ژوند نو چا ويل چې حدود نلري خو زمونږ وطن کې بيا په هېڅ مانا بهبود نلري زه که شاعر يم، محبت مې هم پاللی د چا بغېر له دې هنره دا هنر سعود نلري ته به راځې، ته به راځې او ته به بيا هم راځې خو د زړه سره ستا راتګ به بيا کوم سود نلري مينه دې وي چې مونږه يو ګني نو ورک به شو ټول بغير له مينې زندګي راته هېڅ شود نلري د يو سړي د محبت برداشت ناولی ښکاري
بیا شوګیر وهلې سترګې ناسته ده/ واک
غزل مړه باڼه شډلې سترګې ناسته ده بيا شوګير وهلې سترګې ناسته ده مه يې ځوروه زړه! ازاري به شې څومره خوبولې سترګې ناسته ده راغله چې نن شپه به بې خوبي كوو اوس راته ګنډلې سترګې ناست
لنډ لنډ ازاد شعرونه/ واک
لمر ګلی: ـــــــــــــــــــــــــــ زه اوس د لمر ګلي په څېر يوه لمر پسې غاړه ګرځوم زړه: ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ما خو وېل چې په اسانه به دې زړه لاسته راوړم کامياب شوم
مشره ملاتړ دې ومه هېر دې شو نامرده ولې/ واک
غزل منم حالاتو نه مجبوره شې اوزور راولې راشې زموږ دښكلا كلي ته سور اورراولې مشره ملاتړ دې ومه هېر دې شو نامرده ولې اوس زما مخكې زما رقيب زما په كور راولې لامو ددرد څړيكې له سترګونه خوبونه اخلي ښكليه چې راشې بس له ځان سره يوشور راولې داموقسمت دى كني ته او خداى چې دومره ظلم يوبرته ولېږو بيا بل پرنيلي سپور راولې دعشق يوڅلى به جانانه دواړه جوړكړو اوبس بيا به
سره سکروټه زمانه شوه چې ته لاړې/ واک
غزل سره سکروټه زمانه شوه چې ته لاړې د رقیب خوا راسړه شوه چې ته لاړې زه خو لاړم ستا په خوښه ستا له ژونده زما خونه راچپه شوه چې ته لاړې ستا د حسن په جلوو کې مې مستي وه څه بې جوشه مې نن شپه شوه چې ته لاړې د خوښيو پرېماني وه ستا په څنګ کې د غمونو سلسله شوه چې ته لاړې واکه نور به درته څه وایم زړګيه سم قيامت مې دا لحظه شوه چې ته لاړې و
زړه مې ښار کې پاتې شوی/ واک
زړه مې ښار کې پاتې شوی ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ اوس له کلي يمه لرې اوس د ښار په رڼاګانو کې مېشته يم د پخوا په شانې نه يم اوس د کلي جينکو باندې ګران نه يم اوس مې ژوند تر ښاريې پورې محدود دی اوس د دنګ چينار ښايست راته هېڅ ښکاري زړه مې ښار کې پاتې شوی اوس د کلي په حجرو کې د ځوانانو بانډارونه د رباب منګي شپېلۍ له سيتار سره غږونه خو!
بلخ: مېرمن ادبي اوکلتوري بهير اونيزه غونډه وکړه./ راپور: حميده ځلا
بلخ: مېرمن ادبي اوکلتوري بهير اونيزه غونډه وکړه. راپور: حميده ځلا بلخ ادبي خوځښت څانګې، مېرمن ادبي بهير، خپله اونيزه غونډه د ۱۳۹۱کال د غوايي د مېاشتې پر ۲۹مه، جمعې ورځ سهار اته بجې، د دغه خوځښت په دفتر کې ترسره ک
نن شپه لکه غم راسره پاتې شه/ واک
غزل: نن شپه لکه غم راسره پاتې شه وکړه لږ کرم راسره پاتې شه ښکلې يې پوهېږم ليونۍ به شې مه ځه له دې چم راسره پاتې شه ته مې ضرورت يې،ضروت دې يم ژوند مې يې هردم راسره پاتې شه حسن ته زوال وي خامخا به ځي عشقه ته خوسم! راسره پاتې شه ياد به دې د زړه کور راته وسېځي مه کړه دا ستم راسره پاتې شه نن به ستاد خوښې مطابق اوسم
کرښې/ واک
کرښې: ښه مې ياد دي پوره دوه کاله پخوامې چا د لاس کرښې کتلې راته ويل يې يوه رڼا ده پکې غبرګه پرون بيا (روضې) ته لاړ وم په پالګيرې مې پال وکوت خو رڼا يې پيدا نکړه ته مې ويادېدې هغه رڼا خو ته وې
د یوې فی البدیهې مشاعرې په ترڅ کې ويل شوی غزل/ واک
غزل ماته يې د ژوند كتاب راكړى دى څومره يې په خوند كتاب راكړى دى نن دې راته وويل، چې غلى شه تا د نظر بند كتاب راكړى دى دا چې پر سينه مو اغزن مزى دى دا راته ډيورنډ كتاب راكړى دى دا سيمه به اور وي تل پرديو ته دا موږ ته ميوند كتاب راكړى دى خوږ دى څومره خوږ دى، خدايه خوږ دى اوف يار لكه د قند كتاب راكړى دى
یو بل پخوانی شعر... / واک
غزل ورپسې ګرځمه، يو چا رانه غلا كړى نظر زړه راته ورو شان وويل، تا رانه غلا كړى نظر په يو سړي پسې ګرځېږم رانه ورك دى څۀ وخت د يو سړي په سر دنيا رانه غلا كړى نظر زما په سر يې لوبې كړي، بيا يې هم ستايمه دا عجيبه ده دې باچا رانه غلا كړى نظر &nbsp
یو پخوانی غزل..../ واک
غزل: يادونه دې جانانه نن پرېمانه راورېږي په اور زړګي مې څاڅكي له اسمانه راورېږي ديار مخ مې له هر طرفه ښكل كړ بيا مې وويل دخداى رحمت ته ګوره چې هرخوانه راورېږي ترڅو مو ځا
د زمانې له حافظې نه هم وتلی یمه/ واک
غزل يوازې ناست يمه بې ځانه زندګي تېروم څه موده وشوه بې جانانه زندګي تېروم د زمانې له حافظې نه هم وتلى يمه د ژوند حالاتو كې په ګرانه زندګي تېروم د تجسس او د لټون پړاو ته ورسېدم كه خداى كول اوس به اسانه زندګي تېروم
انکار وو په انکار پسې انکار د یوه زړه/ واک
غزل ملګرو رژېدلی يو ارمان وو چا ژړل د ژوند د شېبو ډېر سخت امتحان وو چا ژړل انکار وو په انکار پسې انکار د يوه زړه قيامت وو سره اورونه وو توپان وو چا ژړل د خونې د کړکۍ په اينه کې هک ولاړ وو په مخ باندې د اوښکو يې باران وو چا ژړل روان وو له وطنه د چا غم يې وو په سر نور هلته اوسېدل ورته ډېر ګران وو چا ژړل په سترګو کې کيسې ډېرې راغونډې وې د چا پ
نن شپه ستا خبرو نه خوند اخلمه/ واک
غزل نن شپه ستا خبرو نه خوند اخلمه خوښ يم دې سندرو نه خوند اخلمه نيت مې دى ورځمه چې يې راوړمه زړه مې دى ګورګورو نه خوند اخلمه اوس به يې انتخاب كړم چې څوك، څوك دې وي بيا به مې ملګرو نه خوند اخلمه لږ دي چې طبيعيت مو سره جوړ نه دى نور خو له اكثرو نه خوند اخلمه زه د يو مين د يو دلبر په څېر ښكلو سترګورو نه خوند اخلمه واك مې د زړه ست
څلور بیتونه/ واک
څلور بیتونه: ستا چې دښايست خبرې ولاړي شي هله به بيا دا كوڅې وزګاري شي مه ګوره اشنا راته په برند نظر هسې نه چې سترګې دې خونكاري شي دا څنګه قسمت دى خدايه زما په سر زما مخ كې پېداشي بياسرلاري شي شتونه ته مواړتياده په دې سيمه كې هسې نه داخلك موبې لاري شي
هغه دې یاد شي چې زړګی مې درته مخکې کېښود/ واک
غزل دايې خبره د خپل ژوند او ستا د ژوند کړې وه که رسوايي په ټول مالت کې دې دردمند کړې وه مونږ ته به مينه څه اسانه ښکارېدله اول موږ ته خبر چا نه د دار او نه د بند کړې وه ما مې ملګرو ته هم نه ويلې غلی وم خو ټوله کيسه مې عادتونو بند په بند کړې وه هغه دې ياد شي چې زړګې مې درته مخکې کېښود هغه دې ياد شي چې خندا دې په خوند خوند کړې وه تانه که هر څوک