غزل

ملګرو رژېدلی يو ارمان وو چا ژړل

د ژوند د شېبو ډېر سخت امتحان وو چا ژړل

 

انکار وو په انکار پسې انکار د يوه زړه

قيامت وو سره اورونه وو توپان وو چا ژړل

 

د خونې د کړکۍ په اينه کې هک ولاړ وو

په مخ باندې د اوښکو يې باران وو چا ژړل

 

روان وو له وطنه د چا غم يې وو په سر

نور هلته اوسېدل ورته ډېر ګران وو چا ژړل

 

په سترګو کې کيسې ډېرې راغونډې وې د چا

په خوله هسې لفظونه ترې روان وو چا ژړل

 

زمونږ د ژوند خبره وه په مونږ پورې تړلې

په مونږ پسې لګيا به ټول جهان وو چا ژړل وو