غزل

يوازې ناست يمه بې ځانه زندګي تېروم

څه موده  وشوه بې جانانه زندګي تېروم

 

د زمانې له حافظې نه هم وتلى يمه

د ژوند حالاتو كې په ګرانه زندګي تېروم

 

د تجسس او د لټون پړاو ته ورسېدم

كه خداى كول اوس به اسانه زندګي تېروم

 

د يار د مينې بازار سوړ دى سودايي يې كړمه

زړه مې درزېږي پريشانه زندګي تېروم

 

د طبيعيت د هر جامد، مايع اواز دى داسې

تاته نړۍ كې اى انسانه زندګي تېروم

 

كه غلطي وشوه خپه نشئ خوږو ملګرو

اوس مې ځواني ده لږه  ورانه زندګي تېروم

 

دا واك به هم دركړم كه ستا خوا پرې سړېږي ورځه

زه به يوازې بې له تانه زندګي تېروم