غزل:

يادونه دې جانانه نن پرېمانه راورېږي

په اور زړګي مې څاڅكي له اسمانه راورېږي

 

ديار مخ مې له هر طرفه ښكل كړ بيا مې وويل

دخداى رحمت ته ګوره چې هرخوانه راورېږي

 

ترڅو مو ځان سم كړى نه وي دغه به موحال وي

خوښي به مو په كلي پرېشانه راورېږي

 

ډېوې د تقدس به يې په زړه كې وي روښانې

دچا د ژوند مفهوم چې له ايمانه راورېږي

 

تندي يې دي ترېو كړي ددې دښتې ګلان ګوره

چې كاڼي يې په زړونو له بارانه راورېږي

 

دعشق ځوانې شېبې مې لاپه زور كې دي ملګرو

دهرې څړيكې درد مې بې درمانه راورېږي