غزل
ورپسې ګرځمه، يو چا رانه غلا كړى نظر
زړه راته ورو شان وويل، تا رانه غلا كړى نظر
په يو سړي پسې ګرځېږم رانه ورك دى څۀ وخت
د يو سړي په سر دنيا رانه غلا كړى نظر
زما په سر يې لوبې كړي، بيا يې هم ستايمه
دا عجيبه ده دې باچا رانه غلا كړى نظر
نن څومره ښكلې يې قسم دى چې حساب يې نشته
اوف! راته ياد شول تا بېګا رانه غلا كړى نظر
واك دې د زړه دى نن صفا صفا خبره وكړه
ستا دې موسكا او دې حيا رانه نظر غلا كړى
12.05.2012
- جاوید واک
غزل:
يادونه دې جانانه نن پرېمانه راورېږي
په اور زړګي مې څاڅكي له اسمانه راورېږي
ديار مخ مې له هر طرفه ښكل كړ بيا مې وويل
دخداى رحمت ته ګوره چې هرخوانه راورېږي
ترڅو مو ځا...
12.05.2012
- جاوید واک
غزل
ماته يې د ژوند كتاب راكړى دى
څومره يې په خوند كتاب راكړى دى
نن دې راته وويل، چې غلى شه
تا د نظر بند كتاب راكړى دى
دا چې پر سينه مو اغزن مزى دى
دا راته ډيورنډ كتاب راكړى دى
دا سيمه به اور وي تل پرديو ته
دا موږ ته ميوند كتاب راكړى دى
خوږ دى څومره خوږ دى، خدايه خوږ دى اوف
يار لكه د قند كتاب راكړى دى...