غزل

ماته يې د ژوند كتاب راكړى دى

څومره يې په خوند كتاب راكړى دى

 

نن دې راته وويل، چې غلى شه

تا د نظر بند كتاب راكړى دى

 

دا چې پر سينه مو اغزن مزى دى

دا راته ډيورنډ كتاب راكړى دى

 

دا سيمه به اور وي تل پرديو ته

دا موږ ته ميوند كتاب راكړى دى

 

خوږ دى څومره خوږ دى، خدايه خوږ دى اوف

يار لكه د قند كتاب راكړى دى