کرښې:
ښه مې ياد دي
پوره دوه کاله پخوامې
چا د لاس کرښې کتلې
راته ويل يې
يوه رڼا ده پکې غبرګه
پرون بيا (روضې) ته لاړ وم
په پالګيرې مې پال وکوت
خو رڼا يې پيدا نکړه
ته مې ويادېدې
هغه رڼا خو ته وې
12.05.2012
- جاوید واک
غزل
ماته يې د ژوند كتاب راكړى دى
څومره يې په خوند كتاب راكړى دى
نن دې راته وويل، چې غلى شه
تا د نظر بند كتاب راكړى دى
دا چې پر سينه مو اغزن مزى دى
دا راته ډيورنډ كتاب راكړى دى
دا سيمه به اور وي تل پرديو ته
دا موږ ته ميوند كتاب راكړى دى
خوږ دى څومره خوږ دى، خدايه خوږ دى اوف
يار لكه د قند كتاب راكړى دى...
12.05.2012
- جاوید واک
غزل:
نن شپه لکه غم راسره پاتې شه
وکړه لږ کرم راسره پاتې شه
ښکلې يې پوهېږم ليونۍ به شې
مه ځه له دې چم راسره پاتې شه
ته مې ضرورت يې،ضروت دې يم
ژوند مې يې هردم راسره پاتې شه
حسن ته زوال وي خامخا به ځي
عشقه ته خوسم! راسره پاتې شه
ياد به دې د زړه کور راته وسېځي
مه کړه دا ستم راسره پاتې شه
نن به ستاد خوښې مطابق اوسم...