غزل:

نن شپه لکه غم راسره پاتې شه

وکړه لږ کرم راسره پاتې شه

 

ښکلې يې پوهېږم ليونۍ به شې

مه ځه له دې چم راسره پاتې شه

 

ته مې ضرورت يې،ضروت دې يم

ژوند مې يې هردم راسره پاتې شه

 

حسن ته زوال وي خامخا به ځي

عشقه ته خوسم! راسره پاتې شه

 

ياد به دې د زړه کور راته وسېځي

مه کړه دا ستم راسره پاتې شه

 

نن به ستاد خوښې مطابق اوسم

هر څه دې منم راسره پاتې شه

 

واک به د زړه درکړم فيصله وکړه

څوک دي متهم راسره پاتې شه