بلخ: مېرمن ادبي اوکلتوري بهير اونيزه غونډه وکړه.
راپور: حميده ځلا
بلخ ادبي خوځښت څانګې، مېرمن ادبي بهير، خپله اونيزه غونډه د ۱۳۹۱کال د غوايي د مېاشتې پر ۲۹مه، جمعې ورځ سهار اته بجې، د دغه خوځښت په دفتر کې ترسره کړه.
په ننۍ غونډه کې د مېرمن بهير غړو لپاره د اسانې ليکوالۍ په اړه لوست هم برابر شوی وو، چې د بلخ ادبي خوځښت سرلاري ليکوال ذبيح الله احساس لخوا پر مخ وېوړل شو.
په لوست کې د ليکوالۍ پر اسانو لارو چارو خبرې وشوې او د بهير له غړو وغوښتل شول، چې هره ورځ بايد خپلې ورځنۍ خاطرې وليکي، چې په دې ډول د ليکوالۍ او ليکلو ډګر ته ورننوځي. په پام کې ده چې هره اونۍ به مېرمن بهير د ليکلو په برخه کې يو لوست هم ولري.
غونډه د هوسۍ جلالزۍ په تلاوت پيل شوه، چې د ويندويۍ چارې يې ليلی ساپۍ پرمخ وړلې.
په غونډه کې راضيه ګران د کوربنې، ځلا اوشبانه د مېلمنو په توګه وټاکل شول او د وياند لخوا غوښتنه ترې وشوه چې غونډه وڅاري او پای کې يې په اړه خپل نظر څرګند کړي.
په پيل کې د تېرې اونۍ ګذارش، ساينا ساپۍ ولوست چې د ګډونوالو لخوا پرې کره کتنه وشوه.
حمېدې ځلا راپور وستايه او زياته يې کړه، چې په نوبتي ډول د راپورونو ليکل به مونږ مجبور کړي چې ښه راپور ليکل زده کړو.
ورپسې ازاده مشاعره پيل شوه، چې د برخوالو لخوا پکې شعرونه، نثري ټوټې، لنډې کيسې او... ولوستل شوې. د تېر په پرتله په ننۍ غونډه کې تر ډېره نثري مطالب ولوستل شول، چې د ګډونوالو لخوا يې ښه بدرګه وشوه.
د غونډې په پای کې مېلمنو غونډه وستايله او ژمنه يې وکړه چې هره اونۍ به په مشاعره کې ګډون کوي.
د غونډې کوربنې هم مېلمنو ته ښه راغلاست وويل او زياته يې کړه، چې ننۍ غونډه ډېره منظمه وه او بايد هڅه وکړو چې له دې هم ښه شي.
هغې په غونډه کې د ټولو ګډونوالو لخوا د مطالبو پر لوستلو خوښي څرګنده کړه او ويې ويل، چې هر څومره ډېرليکلو نو په هماغې اندازې مو ليکل ښه کېږي.
په وروستۍ برخه کې هرې ګډونوالې ته يو يو کتاب ورکړل شو، چې تر راتلونکي اونۍ به يې مطالعه کوي.
غونډه د ورخې لس بجې پاي ته ورسېده
د يادولو وړ ده چې مېرمن بهير به له دې وړاندې د پنجشنبې په ورځ ماسپښين دوه بجې اونيزې غونډې کولې، خو د ځينو ستونزو له امله يې وخت بدل شو او وروسته له دې به د هرې جمعې په ورځ سهار اته بجې اونيزې ناستې کوي.