زړه مې ښار کې پاتې شوی
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اوس له کلي يمه لرې
اوس د ښار په رڼاګانو کې مېشته يم
د پخوا په شانې نه يم
اوس د کلي جينکو باندې ګران نه يم
اوس مې ژوند تر ښاريې پورې محدود دی
اوس د دنګ چينار ښايست راته هېڅ ښکاري
زړه مې ښار کې پاتې شوی
اوس د کلي په حجرو کې
د ځوانانو بانډارونه
د رباب منګي شپېلۍ
له سيتار سره غږونه
خو!
زه نه ورځم، بې خونده راته ښکاري
هر څه هره خوا نيم ژونده راته ښکاري
زړه مې ښار کې پاتې شوی
اوس د ښار په ښايستو کې يم ورک شوی
دلته ژوند کول اسانه راته ښکاري
دلته هر څوک وي روان او په خپل زړه وي
که زاړه وي که لويان وي که واړه وي
دلته ډېر لرم ملګري
څه خواږه دي بس د زړونو مالکان دي
دوی له اره ډېر سپېڅلي انسانان دي
زړه مې ښار کې پاتې شوی
دا منم چې ښار کې زړونه وي ارزانه
خو سپېڅلي پکې ډېر دي
نازولي پکې ډېر دي
دلته هر چاته د ژوند مفهوم مالوم دی
زه شاعر يم
د دې ښار ښکلا شاعر کړم
دا احسان په ځان منمه
او د ښار ښايستونو خيال به هر کله ساتمه
اوس له کلي يمه لرې
زړه مې ښار کې پاتې شوی
واک