غزل
ستا د قاتل نظر په هره دايره كې اوسم
زه مې د خپل وجود په لويه جزيره كې اوسم
ډېره موده وشوه چې خط مى ور لېږلى ورته
لا يې تر اوسه د ځواب په اندېښنه كې اوسم
تېر له خپل ژونده خو مرګيه لږ څه صبر وكړه
زه د يو چا د ژوند لپاره په اسره كې اوسم
نن يې په سترګو كې خبرې راته ډېرې وكړي
نن خو زنګېږمه په لاره په نشه كې اوسم
كه دې د حسن دوران تېرشو څه پروا مې نشته
زه به همداسې د خپل عشق په ولوله كې اوسم
واک
19.05.2012
- جاوید واک
زړه مې ښار کې پاتې شوی
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اوس له کلي يمه لرې
اوس د ښار په رڼاګانو کې مېشته يم
د پخوا په شانې نه يم
اوس د کلي جينکو باندې ګران نه يم
اوس مې ژوند تر ښاريې پورې محدود دی
اوس د دنګ چينار ښايست راته هېڅ ښکاري
زړه مې ښار کې پاتې شوی
اوس د کلي په حجرو کې
د ځوانانو بانډارونه
د رباب منګي شپېلۍ
له سيتار سره غږونه
خو!...
19.05.2012
- جاوید واک
غزل
سره سکروټه زمانه شوه چې ته لاړې
د رقیب خوا راسړه شوه چې ته لاړې
زه خو لاړم ستا په خوښه ستا له ژونده
زما خونه راچپه شوه چې ته لاړې
ستا د حسن په جلوو کې مې مستي وه
څه بې جوشه مې نن شپه شوه چې ته لاړې
د خوښيو پرېماني وه ستا په څنګ کې
د غمونو سلسله شوه چې ته لاړې
واکه نور به درته څه وایم زړګيه
سم قيامت مې دا لحظه شوه چې ته لاړې
و...