غزل

نن شپه ستا خبرو نه خوند اخلمه

خوښ يم دې سندرو نه خوند اخلمه

 

نيت مې دى ورځمه چې يې راوړمه

زړه  مې دى ګورګورو نه خوند اخلمه

 

اوس به يې انتخاب كړم چې څوك، څوك دې وي

بيا به مې ملګرو نه خوند اخلمه

 

لږ دي چې طبيعيت مو سره جوړ نه دى

نور خو له اكثرو نه خوند اخلمه

 

زه د يو مين د يو دلبر په څېر

ښكلو سترګورو نه خوند اخلمه

 

واك مې د زړه ستا دى اى فاتح باچا

عشق كې ستا لښكرو نه خوند اخلمه