غزل
مړه باڼه شډلې سترګې ناسته ده
بيا شوګير وهلې سترګې ناسته ده
مه يې ځوروه زړه! ازاري به شې
څومره خوبولې سترګې ناسته ده
راغله چې نن شپه به بې خوبي كوو
اوس راته ګنډلې سترګې ناسته ده
هغه بيګانۍ صحنه ور ياده ده
دا سې چې خجلې سترګې ناسته ده
واكه نن له خپل ضده اوښتې ده
ښكلې نازولې سترګې ناسته ده
واک
19.05.2012
- جاوید واک
لمر ګلی:
ـــــــــــــــــــــــــــ
زه اوس
د لمر ګلي په څېر
يوه لمر پسې
غاړه ګرځوم
زړه:
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ما خو وېل
چې په اسانه به دې
زړه لاسته راوړم
کامياب شوم...
19.05.2012
- جاوید واک
غزل
ژوند خو محدود دی ژوند نو چا ويل چې حدود نلري
خو زمونږ وطن کې بيا په هېڅ مانا بهبود نلري
زه که شاعر يم، محبت مې هم پاللی د چا
بغېر له دې هنره دا هنر سعود نلري
ته به راځې، ته به راځې او ته به بيا هم راځې
خو د زړه سره ستا راتګ به بيا کوم سود نلري
مينه دې وي چې مونږه يو ګني نو ورک به شو ټول
بغير له مينې زندګي راته هېڅ شود نلري
د يو سړي د محبت برداشت ناولی ښکاري...