غزل

ژوند خو محدود دی ژوند نو چا ويل چې حدود نلري

خو زمونږ وطن کې بيا په هېڅ مانا بهبود نلري

 

زه که شاعر يم، محبت مې هم پاللی د چا

بغېر له دې هنره دا هنر سعود نلري

 

ته به راځې، ته به راځې او ته به بيا هم راځې

خو د زړه سره ستا راتګ به بيا کوم سود نلري

 

مينه دې وي چې مونږه يو ګني نو ورک به شو ټول

بغير له مينې زندګي راته هېڅ شود نلري

 

د يو سړي د محبت برداشت ناولی ښکاري

د يو سړي د محبت برداشت معبود نلري

 

نن په محفل کې څومره ښکته ښکته ګورو سره

نن مو په زړو کې پخوانۍ مينه وجود نلري

 

واکه له دې نو اخوا نه ورځو بدنامه به شو

هسې هم دلته د تهمت ژبه قيود نلري

.......................................................................

واک