لمر ګلی:
ـــــــــــــــــــــــــــ
زه اوس
د لمر ګلي په څېر
يوه لمر پسې
غاړه ګرځوم
زړه:
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ما خو وېل
چې په اسانه به دې
زړه لاسته راوړم
کامياب شوم
خو په لږ توپير
چې
خپل زړه مې له پښو لاندې کړ
ملګري:
ــــــــــــــــــــــــــــــــــ
څه ملګري لرم!
يو يو خو يې بيخي خوږ دی
خو
يو نيم مې کله زړه وځوروي
دا کار هم له مينې کوي
تصميم
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
خدای
هرڅه کوي
هرڅه
هرڅه
خو تصميم به مونږ نيسو
ايينه
ــــــــــــــــــــــــــــــــ
وېرېږم!
د ځان ليد
ايينه مې دروغجنه نشي
او
خدای مکړه له هغې مې ستر ونه ښيي
کوم چې يم
لارې
ـــــــــــــــــــــــــــــــــ
هغه دواړه مين وو
ځان وژنه يې وکړه
ښايي بله لار يې نه وه
مونږ خولا ډېرې لارې لرو
راځئ ژوند وکړو
( واک )