غزل
منم حالاتو نه مجبوره شې اوزور راولې
راشې زموږ دښكلا كلي ته سور اورراولې
مشره ملاتړ دې ومه هېر دې شو نامرده ولې
اوس زما مخكې زما رقيب زما په كور راولې
لامو ددرد څړيكې له سترګونه خوبونه اخلي
ښكليه چې راشې بس له ځان سره يوشور راولې
داموقسمت دى كني ته او خداى چې دومره ظلم
يوبرته ولېږو بيا بل پرنيلي سپور راولې
دعشق يوڅلى به جانانه دواړه جوړكړو اوبس
بيا به دې حسن نه رنګونه ورته پور راولې
واک
19.05.2012
- جاوید واک
غزل
سره سکروټه زمانه شوه چې ته لاړې
د رقیب خوا راسړه شوه چې ته لاړې
زه خو لاړم ستا په خوښه ستا له ژونده
زما خونه راچپه شوه چې ته لاړې
ستا د حسن په جلوو کې مې مستي وه
څه بې جوشه مې نن شپه شوه چې ته لاړې
د خوښيو پرېماني وه ستا په څنګ کې
د غمونو سلسله شوه چې ته لاړې
واکه نور به درته څه وایم زړګيه
سم قيامت مې دا لحظه شوه چې ته لاړې
و...
19.05.2012
- جاوید واک
لمر ګلی:
ـــــــــــــــــــــــــــ
زه اوس
د لمر ګلي په څېر
يوه لمر پسې
غاړه ګرځوم
زړه:
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ما خو وېل
چې په اسانه به دې
زړه لاسته راوړم
کامياب شوم...