د جاوید واک لخوا خپرې شوې لیکنې
يو مجبوریت دی چې د ژوند لار يې نيولې راته/ واک
غزل څومره چې ته وايې کارونه خو مې خام هم نه دي خو پرهرونه د زړګي مې لا ارام هم نه دي يو مجبوريت دی چې د ژوند لار يې نيولې راته که نه دا غرونه ګړنګونه مې يو ګام هم نه دي څومره چې لوړ شولې ته څومره چې د خاورو شوم زه دا قسمتونه دي خو زړونه مو ناکام هم نه دي ملګريه ته به يې څه ياد ساتې چې څه مو کړي راځه ځان وښايو وختونه لا بدنام هم نه دي هغه چې ه
د پسرلي مجلې ۲۸ ګڼه له چاپه راووته/ راپور: عصمت سکندر
د پسرلي مجلې ۲۸ ګڼه له چاپه راووته راپور: عصمت سکندر د پسرلي مجلې شپږم کال، شپږمه ګڼه، پرلپسې ۲۸ ګڼه له چاپه راووته په دغه ګڼه کې د نورو موضوعاتو او ليکنو برسېره د ګاونډيو هيوادونو د لاس وهنو په اړه ليکنې خپرې شوې دي. په لومړۍ پښتۍ د افغان ملي اردو سرتيرو له غروره ډکو څېرو تصوير دی او په وروستۍ پښتۍ يې د افغان تېز توپ اچوونکي؛ دولت ځدراڼ تصوير راغلی. د، ولس
د پسرلي مجلې ۲۷ ګڼه له چاپه راووته/ راپور: عصمت سکندر
د پسرلي مجلې ۲۷ ګڼه له چاپه راووته: راپور: عصمت سکندر د پسرلي مجلې شپږم کال، پنځمه ګڼه او پرله پسې ۲۷ ګڼه له چاپه راووته په دغه ګڼه کې د نورو ليکنو او شننو تر څنګ تر ډېره په افغانستان کې د ايران او پاکستان پر لاسوهنو ليکنې خپرې شوي دي. د دغې ګڼې پر لومړۍ پښتۍ د ولسي جرګې د غړي ډاکټر رمضان بشردوست تصوير او پر وروستۍ پښتۍ يې د ژوند ژوند لوی افغانستان له شعار سره د افغانستان د بيرغ په رنګ سينګار شوی
چې ته مې وليدې له هاغه ساعت وروسته نو سم/ واک
غزل ما همېشه ستا د راتللو انتظار كړى دى كله نو ووايه؟ ما غم د خپل روزګار كړى دى ته مې خوښېږې، تا به غواړم، تا به خپله كړمه خو ستا مشرانو همېشه راته انكار كړى دى د مسليمينو پاچاهۍ څخه هجرت كوو ځو زما او ستا منځ كې يو كار دوى دكفار كړى دى يوه ګ
په چا مين يم څوک مې خوښ غوندي دي/ واک
غزل ستا د نظر په کنارو کې يمه او که د لمر په کنارو کې يمه څنګ چې د بر په کنارو کې يمه دا رنګ د لر په کنارو کې يمه د تورو زلفو، ستا د مخ د ځلا شپه او سحر په کنارو کې يمه په چا مين يم څوک مې خوښ غوندي دي د يوه بشر په کنارو کې يمه مورې دعا کوه چې ستر سړی شم د خدای د در په کنارو کې يمه ستا د زړه واک يم ستا په زړه به يمه
ژوند مې يې جانان مې يې/ یوه پخوانۍ غزله/ واک
غزل ژوند مې يې جانان مې يې مرګ مې يې ايمان مې يې هسې درته نه راځم ستورى يم اسمان مې يې زه دپښتنو وطن ننګ مې يې افغان مې يې دواړه ملامت نه يو ځان دې يمه ځان مې يې مازرغونوې ګرانې ګل يمه باران مې يې دواړه به يو ځاى شو خير اوښكه يم ګريوان مې يې تاكې زنده ګې كوم رنګ دې يم جهان مې يې
بلخ ادبي خوځښت: میرمن بهیر اونیزه غونډه وکړه/ راپور : ساینا ساپۍ
بلخ ادبي خوځښت: میرمن بهیر اونیزه غونډه و کړه راپور: ساینا ساپۍ بلخ ادبي خوځښت څانګې مېرمن ادبي بهير په1391 كال کی خپله لومړنۍ اونيزه غونډه د ووري د مياشتې په10مه نېټه ماسپښين مهال د دغه خوځښت د غونډو په دفتر كې ترسره كړه. اونيزه غونډه دهوسۍ په تلاوت پيل شوه، چې د ويندويۍ
سم قيامت وو سم د زړه د دردېدلو وخت وو / واک
غزل سم قيامت وو سم د زړه د دردېدلو وخت وو زما د راتللو وخت وو ستا د بېرته تللو وخت وو هغه شېبه هغه صحنه دې خاطره پاتې شي چې ملاقات وو د باران د ورېدلو وخت وو د لېونتوب او د ځوانۍ غرور دې ومره ښكلې زما د سېځلو وخت وو ستا د خندېدلو وخت وو وجود وو ژوبل د يوه موجود له لاسه سره لمبه وو شوګير را خور وو د جانان د ستنېدلو وخت وو وخت وو زړګي كې
که زه تياره وم د خپل ځان په دايره کې به يم/ واک
غزل که زه تياره وم د خپل ځان په دايره کې به يم که رڼايي شوم د جهان په دايره کې به يم وخته بلا دې واخلم نور مې زندګۍ ته پرېده يو خوار پښتون يم د دوران په دايره کې به يم يو څوک دي زما لپاره لاس پورته کوي دعا ته همېش د دغه لوی احسان په دايره کې به يم که ستا د مينې دغه لوړ مقام ته ورسېدم سم لکه ستوری د اسمان په دايره کې به يم زما وژلو ته د چا په فتوا ر
دا ستا ليدل د ذوق پالل وو، نور خو هېڅ هم نه وو/ واک
غزل دا ستا ليدل د ذوق پالل وو، نور خو هېڅ هم نه وو زمونږه زړه کې به اور بل وو، نور خو هېڅ هم نه وو دا ژوند منې!؟ دې بلا څومره ګذارونه راکړل د ارمانونو لوی مقتل وو، نور خو هېڅ هم نه وو دا چې نن توره ورېځ خوره ده او لمبې وروي چا قتل کړی پرون ګل وو، نور خو هېڅ هم نه وو غټه کيسه ترې دې بدرنګې دنيا جوړه کړله ما درکتل ستا موسېدل وو، نور خو هېڅ هم نه وو
د ژوند کيسه ده، څه بې وخته خو مې نه ده کړې/ واک
غزل د ژوند کيسه ده، څه بې وخته خو مې نه ده کړې مينه هم ښه ده، څه بې وخته خو مې نه ده کړې ته به پوهېږې او کنه خو زما د ټول ژوندانه تاته اسره ده، څه بې وخته خو مې نه ده کړې زما ملګريه ستا د دومره ناځوانۍ نه مې پس کړې ګيله ده، څه بې وخته خو مې نه ده کړې نن مې يو چا نه د سپېڅلي کار يوه هيله کړې څه عجيبه ده، څه بې وخته خو مې نه ده کړې دا خوی مې ښه
یو پخوانی غزل/ واک
غزل/ واک نن شپه يوه ګلفام ته رسېدلى يم زه د عشق مقام ته رسېدلى يم شيخه د ثواب خبرې مه كوه زه پكې انجام ته رسېدلى يم اوس دهجر تاب لرمه رادې شي ستا د شونډو جام ته رسېدلى يم پوى شومه چې زړه كې دې ساتلى يم ستا د مينې بام ته رسېدلى يم واكه د جنون او عشق په كلي كې درد يمه تمام ته رسېدلى يم
الفاظ د ټولنيزو اړيكو نښلوونكي/ ليکوال:جاويد واک
الفاظ د ټولنيزو اړيكو نښلوونكي/ ليکوال: جاويد واک كه له ځان سره لږ فكر وكړئ، كله هم چا درته ويلي چې ((ته مې خوښېږې)). د ټولنيز ژوند اصول دادي چې هر ژوندى موجود خامخا داسې يو څه لري، چې د زړه خواله ورسره وكړي.د همدې زړه خواله په نتيجه كې ټولنيزې اړيكې هم را منځته كېږي.ياني د اشخاصو تر منځ د راكړې وركړې بازار ګرمېږي. زه يو سړى پېژنم. ډېر نااهل
د پسرلي مجلې د دوه وروستیو ګڼو د پوښتنیو انځورونه، چې اوس له چاپ لاندې دي
له شماله د خپرېدونکي سیاسي مجلې (پسرلی) د ۲۷مې او ۲۸مې ګنې د پښتیو انځورونه.. دغه دواړه ګڼې به په نږدې راتلونکي کې له چاپ را ووځی او د مینه والو تر لاسونو به ورسیږي.. د یادې مجلې مسوول مدیر ښاغلی ذبیح الله احساس دی د پسرلي مجلې د ۲۷مې
زړه کې مې جانانه څه کیسه وه چې ته لاړلې / واک
غزل/ واک زړه كې مې جانانه څه كيسه وه چې ته لاړلې نن مې درته ډېره اندېښنه وه چې ته لاړلې غرونه غرونه زلفې دې په مخ راخورې نكړې بيا شپه وه توره شپه وه په ما شپه وه چې ته لاړلې پوى شومه چې يو زړه نه وبل ته څنګه لاره وي ستا په شان مې تريخه ها شېب
رانه خپه شوه، راته وايی زړه مې بيرته راکړه/ واک
غزل رانه خپه شوه، راته وايی زړه مې بيرته راکړه جينۍ غصه شوه، راته وايي زړه مې بېرته راکړه چې ما به نه ورکاته ښکلې به غاښونه چيچل اوس چې خوږه، شوه راته وايی زړه مې بېرته راکړه ډېرې مودې شوې د هجران تيٍارو کې ورک ښکارو دا شپه اوږده شوه، راته وايي زړه مې بيرته راکړه هغې خو ويل چې د
دا ژوند مې د يو چا د ښايستونو تسلسل/ واک
غزل دا ژوند مې د يو چا د ښايستونو تسلسل اى وخته لا به ساتې د دې زړونو تسلسل زما او ستا د مينې هره ورځ او هره شپه جانانه لكه كال د موسمونو تسلسل دا شپه د تنهايۍ او دا س
افغانستان د غازي امان الله خان په دوره کې / ۱۵مه برخه/ واک
افغانستان د غازي امان الله خان په دوره کې / ۱۵مه برخه (مذهبي او ټولنيز غبرګونونه) درېيم څپركى //۱۵مه برخه ليكواله/ (Drs, Senzil Nawid) ژباړه: جاويد واك طرزي، شهزاده امان الله او ملي پلوه ډلې: د طرزي نظرياتو د افغانستان پر نوي نسل او افغاني روڼ اندو،
په خوله سکوت، لويه کيسه د چا په سترګو کې ده/ واک
غزل/ واک په خوله سکوت، لويه کيسه د چا په سترګو کې ده زما د ژوند هره صحنه د چا په سترګو کې ده خدايه باران کړې خدايه ډکې کړې کو څې له اوبو
د ژمي یخه شپه/ ازاد شعر/ واک
ازاد شعر: