غزل/ واک

زړه كې مې جانانه څه كيسه وه چې ته  لاړلې

نن مې درته ډېره اندېښنه وه چې ته لاړلې

 

غرونه غرونه زلفې دې په مخ راخورې نكړې بيا

شپه وه توره شپه وه په ما شپه وه چې ته لاړلې

 

پوى شومه چې يو زړه نه وبل ته څنګه لاره وي

ستا په شان مې تريخه ها شېبه وه چې ته لاړلې

 

دا منم چې ژوند د ارمانونو بېړۍ غورځوي

ماته هم له وړاندې اندازه وه چې ته لاړلې

 

تلې به په هرځل خو ياره دومره يې تاثير نه و

دا چرته څه نوې حادثه وه چې ته لاړلې

 

دا لا څنګه زړه و قسم دې ته حيران شوى يم

تاخو ليده زړه كې مې لمبه وه چې ته لاړلې

 

ښه ومه لږ ښه ومه خوهېڅ شومه او ورك شومه

تاته مې په چم كې لږ اسره وه چې ته لاړلې

 

واک