غزل
رانه خپه شوه، راته وايی زړه مې بيرته راکړه
جينۍ غصه شوه، راته وايي زړه مې بېرته راکړه
چې ما به نه ورکاته ښکلې به غاښونه چيچل
اوس چې خوږه، شوه راته وايی زړه مې بېرته راکړه
ډېرې مودې شوې د هجران تيٍارو کې ورک ښکارو
دا شپه اوږده شوه، راته وايي زړه مې بيرته راکړه
هغې خو ويل چې د وجود په هره سا کې مې يې
اوف څه کيسه شوه راته وايی زړه مې بيرته راکړه
دغه ناکام به مې د ژوند تر پايه نه هېروم
څه خاطره شوه، راته وايي زړه مې بېرته راکړه
د ژوند له ډېرو ګړنګونو نه مې وژغورله
اوس چې دمه شوه، راته وايي زړه مې بېرته راکړه
مايې يې په سرو سترګو شوګيرکړی خو دا پېغلوټې
له خندا شنه شوه، راته وايي زړه مې بېرته راکړه
واکه خوږه وه زمانه، نو دا خوشاله وه خو
اوس چې ترخه شوه راته وايي زړه مې بيرته راکړه
۵/۱۰/۱۳۹۰
شپه، ۱۲ بجې
مزار شريف، د خوب خونه