غزل 

دا ژوند مې د يو چا د ښايستونو تسلسل

اى وخته لا به ساتې د دې زړونو تسلسل

 

زما او ستا د مينې هره ورځ او هره شپه

جانانه لكه كال د موسمونو تسلسل

 

دا شپه د تنهايۍ او دا ساړه ساړه وختونه

راتاو مې له زړګي دى د يادونو تسلسل

 

څه ستا د مينې زور او څه زما دا بېوسي

راوړي راته هر و خت د څو غمونو تسلسل

 

دا لاره هم په تا باندې ودانه ده جانانه

ساتم درته اكثر د سرو ګلونو تسلسل

 

زمونږ د زړه خبره ده زمونږ د واك خبره

ساتو به د يو بل پر لار د پلونو تسلسل

 

واك

كابل، سلواغه۲۵مه

ماښام