غزل

د ژوند کيسه ده، څه بې وخته خو مې نه ده کړې

مينه هم ښه ده، څه بې وخته خو مې نه ده کړې

 

ته به پوهېږې او کنه خو زما د ټول ژوندانه

تاته اسره ده،  څه بې وخته خو مې نه ده کړې

 

زما ملګريه ستا د دومره ناځوانۍ نه مې پس

کړې ګيله ده، څه بې وخته خو مې نه ده کړې

 

نن مې يو چا نه د سپېڅلي کار يوه هيله کړې

څه عجيبه ده، څه بې وخته خو مې نه ده کړې

 

دا خوی مې ښه دی لکه غر، ‌ډېر مې لمن کې دي خو

خبر ترخه ده، څه بې وخته خو مې نه ده کړ ې

 

واکه غوښتنه مې ده، لا مې نښې پټې ساته

لاهم خطره ده، څه بې وخته خو مې نه ده کړې

واک