غزل

دا ستا ليدل د ذوق پالل وو، نور خو هېڅ هم نه وو

زمونږه زړه کې به اور بل وو، نور خو هېڅ هم نه وو

 

دا ژوند منې!؟ دې بلا څومره ګذارونه راکړل

د ارمانونو لوی مقتل وو، نور خو هېڅ هم نه وو

 

دا چې نن توره ورېځ خوره ده او لمبې وروي

چا قتل کړی پرون ګل وو، نور خو هېڅ هم نه وو

 

غټه کيسه ترې دې بدرنګې دنيا  جوړه کړله

ما درکتل ستا موسېدل وو، نور خو هېڅ هم نه وو

 

زه به ولاړ وم ستا د ژوند د هرې لارې پر سر

ومه مين دا مې عمل وو، نور خو هېڅ هم نه وو

 

ګورۍ د دې پېړۍ د جنګ لمبو چې وسوځول!

ټول پېښور وو ټول کابل وو، نور خو هېڅ هم نه وو

 

بيا به ياران وايي يو څوک وو يو بې واکه واک وو

زمونږ د سختو لارو مل وو، نور خو هېڅ هم نه وو.

واک